سوشما سواراج په خپلو څرګندونو کې وویل، چې هېواد به یې له افغانستان سره د تېر په څېر خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي
په هېواد کې وروستۍ سیاسي او انتخاباتي ستونزې دومره جدي شوي چې د احمد شا مسعود د وژل کیدو د دیارلسمې کلیزې په مناسبت غونډه کې یې د یوه جهادي مشر د خبرو مخه ونیوله.
د افغانستان ولسمشر حامد کرزي یو ځل بیا د جمهوري ریاست له دواړو کاندیدانو وغوښتل چې په دوه درې ورځو کې دې یو تربله موافقې ته ورسیږي.
په خوست کې د کوچیانو یو شمېر ځوانان او تنکي زلمیان وايي، چې په وروستیو کلونو کې د حکومت د لوري د کوچیو ځوانانو او ماشومانو زده کړو او روزنې ته پاملرنه ډېره شوې، چې له کبله يې د دوی د ښې راتلونکې امیدوارۍ ډېرې شوي دي.
د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک په دې اړه مشال راډیو ته وویل: ((د ارغستان ولسوالۍ د امنیه قومندانۍ دننه ځانمرګی برید شوی دی چې پکې د ارغستان ولسوالۍ امنیه قومندان او ورسره دوه تنه سرتېري په شهادت رسېدلي دي.
د کابل ابتدایه محکمې د پغمان په پيښه کې اوو شاملو کسانو ته د پهانسۍ سزا واوروله. د کابل د دریمې حوزې د محکمې رییس صفي الله مجددی د اتوار په ورځ د پينځو کسانو په اړه د علني محاکمې ( د خلکو په وړاندې ډاګیزه ) غونډه کې داسي وویل:
تمه ده د جمهوري ریاست دواړه کاندیدان ډېر ژر د ملي یووالي په حکومت کې د اجرایوي رییس د واکونو پر سر پریکړه وکړي.
تيره اوونۍ چې د کابل ولايت پغمان ولسوالۍ اړوند سيمه کې په يو شمير ښځو څو تنو ډله ييز جنسي تيری کړی و او عاملين يې نيول شوي وو، تر اوسه ورته سزا نه ده اورل شوې.
د افغانستان د انتخاباتي شکايتونو کمیشن وايي د دې لپاره چې روانه انتخاباتي لانجه ژر پای ته ورسیږي، د تېرو ټاکنو او د رايو د پلټنې په اړه به خپله پرېکړه ژر اعلان کړي.
د کابل پوهنتون د محصلینو اسلامي ټولنې او د کابل لسګونه اوسیدونکو په پغمان کې د یو شمېر وسلوالو له خوا پر څو ښځو د ډله ییز جنسي تیري د عاملانو د اعدام غوښتنه وکړه.
د افغانستان د دفاع وزیر وايي، ناټو د ویلزپه سرمشریزه کې ژمنه وکړه چې له افغانستان سره به په کلني ډول پینځه عشاریه یو میلیارد ډالره مرسته کوي.
راسموسن د مشال راډیو د هغې پوښتني په ځواب کې چې د کابل او واشنګټن تر منځ د امنیتي او دفاعي تړون د لاسلیک لپاره به افغانستان ته څومره وخت ورکړي، وویل هیله لري دا تړون ژر لاسلیک شي تر څو ناټو وکولی شي ژر تر ژره په افغانستان
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته