په ننګرهار کې د افغان ځوانانو ملي ټولنې د يوې غونډې په ترڅ کې د افغانستان د ټاکنو په خپلواک کمیسيون غږ وکړ چې د ولسمشرۍ د ټاکنو پايلې دې ژر تر ژره اعلان کړي او د خلکو انديښنو ته دې د پای ټکي کيږدي.
دافغانستان د ولسمشر ویاند ایمل فیضي وايي دپنجابي طالبانو لخوا په پاکستان کې د وسله وال فعالیت د ودرولو او افغانستان کې بیا د جاري ستلو د اعلان مانا داده چې په افغانستان کې د روان
ملګرو ملتونو ګواښ کړی چې که په افغانستان کې ددوی کارکونکي وځورول شي نو دوی به له دغه هیواد سره خپلې مرستې بندې کړي .
د غزني چارواکي خبر ورکوي چې په دغه ولايت کې د سرتېرو او طالب وسله والو تر منځ په نښتو کې تر څلوېښت تنو زيات طالب وسله وال وژل شوي دي.
نن ماسپښین نږدې دوه بجې یو ځانمرګی بریدګر چې د خوست د والي د دفتر ودانۍ ته ننوتی وو، مخکې له دې چې په ځان پورې تړلې چاوديدونکي مواد وچوي، د امنيتي ځواکونو له خوا ووژل شو.
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي، د جمهوري ریاست د انتخاباتو د رایو د پلټنې د بشپړیدو اعلان د یو لړ تخنیکي ستونزو له امله وځنډید.
ولسمشرکرزي د شنګهای د همکاريو سازمان يا SCO په غونډه کې، چې د تاجکستان په مرکز دوشنبې کې پيل شوه، وينا وکړه.
د ننګرهارپه هسکې مينې ولسوالۍ کې د تیرې يکشنبې ورځې راهیسې د افغان ګډو ځواکونو له خوا عمليات پيل شوي، چې اوس هم روان دي.
که څه هم د ټاکنو پلټنه مکمله شوې ده خو د افغانستان انتخاباتو خپلواک کميشن لا هم نتيجې اعلان کړي ندي.
سوشما سواراج په خپلو څرګندونو کې وویل، چې هېواد به یې له افغانستان سره د تېر په څېر خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي
په هېواد کې وروستۍ سیاسي او انتخاباتي ستونزې دومره جدي شوي چې د احمد شا مسعود د وژل کیدو د دیارلسمې کلیزې په مناسبت غونډه کې یې د یوه جهادي مشر د خبرو مخه ونیوله.
د افغانستان ولسمشر حامد کرزي یو ځل بیا د جمهوري ریاست له دواړو کاندیدانو وغوښتل چې په دوه درې ورځو کې دې یو تربله موافقې ته ورسیږي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته