د لاسرسي ځای

تازه خبر

په غزني کې بریدونه او نښته، ۱۲ وژل شوي، ۱۳۰ ژوبل


د غزني بریدونو یو ژوبل شوی تر درملنې وروسته کور ته ځي
د غزني بریدونو یو ژوبل شوی تر درملنې وروسته کور ته ځي

غزنی - ځانمرګي بريدونه د پنجشنبې سهار وختي د پینځه نيمو بجو په شاوخوا کې د والي استوګنځي ته څېرمه پر دولتي ودانيو پيل شول چې وروسته جګړه پیل شوه. تر څه باندې يو ساعت وروسته، نښته پای ته ورسېده.

چارواکي وايي، په بریدونو او نښته کې ۱۲ کسان وژل شوي او شاوخوا ۱۳۰ کسان ژوبل دي.

چارواکي وايي، په وژل شویو کې ۱۰ د پولیسو سرتېري او دوه ولسي وګړي.

په پيل کې يوه ځانمرګي له چوونکو توکو ډک موټر د غزني د ملي امنيت رياست مخې ته چوولی او بيا وروسته نور ځانمرګي د سعودي په نامه يوه سټورانټ ته ختلي دي.

د چټک غبرګون قطعه، جنايي امريت، د ولايتي شورا ودانۍ، د ملي امنيت رياست، ملي راډيو ټلوېزيون، د افغانستان بانک، څارنوالي، د اطلاعاتو او فرهنګ رياست او د والي د اوسېدونکي ځای د بريونو په سيمه کې دي.

د غزني مرستيال والي محمد علي احمدي وايي، ځانمرګي پر يوه وخت د چټک غبرګون پر قطعه او د ملي امنيت پر رياست بريدونه پيل کړي دي.

دی وايي، تر بريدونو وړاندې پر ښار توغوندي هم راتوغول شوي دي.

((څو راکټونو هم راتوغول شوي دي، وروسته د يوې درنې چاودنې غږ (ږغ) واورېدل شو چې په غالب ګمان يوه ځانمرګي به د ملي امنيت رياست ته څېرمه ځان چولی وي. د دغې چاودنې له امله حتی په پينځه کيلو مټره لېرې واټن کې هم د ودانيو ښيښې ماتې شوې دي. وروسته ځانمرګي سعودي رسټورانټ ته ختلي دي او د چټک غبرګون، ملي امنيت رياست او جنايي امريت باندې یې بريدونه کړي.))

د بريدونو پر مهال د پېښې ځای ته تللې ټولې لارې تړل شوې وې چې له امله يې د بريدونو ټپيان هم چا پر وخت روغتون ته نه شوای لېږدولای.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په بریدونو کې ۲۱ ځانمرګي وسله وال ول چې ټول وژل شوي دي.

خبرپاڼه وايي، په بریدونو او نښته کې ۱۳۰ کسان ژوبل شوي دي چې پکې پولیس هم شامل ول.

چارواکي وايي، په ټپيانو کې د زياتو روغتيايي حالت د ډاډ وړ دی.

د بريدونو مسووليت طالب وسله والو منلی دی.

ذبيح الله مجاهد چې ځان د طالبانو وياند بولي، وايي، پر جنايي امريت او د ملي امنيت پر رياست ډله‌ييز د دوی ځانمرګيو ملګرو کړي دي.

دی وايي، په بريدونو کې يې درنه مرګ ژوبله اړولې، خو کره شمېره يې نه لري.

XS
SM
MD
LG