د خوست یو شمېر اوسیدونکي په افغانستان کې د ملي یووالي حکومت چې تر انتخاباتو وروسته د دوو ټاکنیزو ټیمونو د سیاسي توافق په ترڅ کې رامنځته شو، د اوسني وخت اړتیا او ښه اقدام ګڼي.
ډاکټر عبدالله عبدالله هیله وښوده چې، د ملي یووالي حکومت به د ټولو افغانانو هیلې پوره کړي.
د ننګرهار ولايتي شورا غړي وايي چې د ننګرهار په زندان کې شاو خوا دوه نيم سوه زندانيانو خاطر د احتجاجي لوږه کړی چې دولت دې د عفوي په فرمان کې د دوی د نظارت موده هم ورزیاته کړي.
ورځپاڼې د يوه لوړ پوړي افغان چارواکي خبره راخيستې چې ويلي يې دي، ولسمشر چې هر وخت وغواړي، اجرايه مشر له دندې ګوښه کولای شي.سربېره پر دې، اجرايه مشر ته به اختيارات د ولسمشر د فرمان له مخې ورکول کيږي.
ولسمشر کرزي وويل چې د راتلونکې ګل «دوشنبې» پر ورځ به اشرف غني د نوي ولسمشر په توګه لوړه کوي او هغه ته داسې افغانستان پرېږدي چې د پخوا په نسبت يې ډير پرمختګ کړي او لا نورې ښې ورځې يې په مخ کې دي.
تمه ده چې د افغانستان نوی ولسمشر د راروانې اوونۍ د دوشنبې په ورځ لوړه وکړي.
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسون د هیواد د ولسمشرۍ د دوهم پړاو د تفتیش شویو رایو پایلې اعلان کړې. د نوموړي کمیسون مشر احمد یوسف نورستاني په کابل کې په هم دې اړوند جوړې شوې یو
د امریکا متحده ایالتونو د افغانستان د ډاکټر عبدالله او ډاکټر اشرف غني ترمنځ د ملي وحدت د حکومت د جوړولو لپاره د تړون په لاس لیکلولو خوښي ښکاره کړه.
د افغانستان په ختځيو ولایتونو کې د پوليو د مخنيوي درې ورځينی کمپاين نن ( د اتوار) په ورځ پيل شو.
د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو نوماندانو اشرف غني احمد زی او عبدالله عبدالله نن په ارګ کې د ملي یوالي د حکومت د جوړولو په اړه لوظنامه لاسلیک کړ.
په ننګرهار کې د مثبت بدلون په نوم يوې مدني ټولنې ۱۱۵ تنه ځوانان د ادارې او منجمنټ، سياسي او حقوقي اصطلاحاتو او ژورناليزم ، له دريو مياشتيني روزنيز کورس نه د تيرې جمعې په ورځ فارغ کړل.
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیشن چارواکي وایې چې د ولسمشرۍ د انتخاباتو د دویم پړاو پایلې به د یکشنبې په ورځ اعلان کړي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته