د افغانستان د دفاع وزیر وايي، ناټو د ویلزپه سرمشریزه کې ژمنه وکړه چې له افغانستان سره به په کلني ډول پینځه عشاریه یو میلیارد ډالره مرسته کوي.
بسم الله محمدي چې د سرمشریزې د لومړې ورځې له بحث وروسته يې خبریالانو ته څرګندونې کولې وویل، له افغانستان سره د نړېوالې ټولنې د تازه مرستې ژمنه د دوی له توقع هم زیاته ده.
محمدي وویل، ناټو تردې مخکې د ۴ عشاریه یو میلیاد ډالرو د مرستې وعده ورکړې وه خو په دې سرمشریزه کې د امریکا ولسمشر د یو میلیارد ډالرو د اضافي مرستې ژمنه کړې ده.
د ناټو سرمنشي اندریس فوغ راسموسن بیا وویل، چې له افغانستان سره دا مرسته مشروطه ده او دا تړون به يې د مصارفو څارنه کوي.
د نوموړي په خبره ناټو غواړي چې افغان حکومت د دې مرستو په لګښت کې شفافیت څرګند کړي.