د لاسرسي ځای

تازه خبر

په زابل کې نښته، ۱۳ وسله وال وژل شوي دي


قلات - د زابل امنيتي چارواکي وايي، د چارشنبې پر ورځ، ناوخته د زابل د شملزو او شينکۍ ولسواليو تر منځ د ملي پوليسو او طالب وسله والو تر منځ نښته شوې ده چې د ۱۳ وسله والو په وژل کېدو پای ته رسېدلې ده.

په وژل شويو کسانو کې د ملا مراد کامل په نامه د طالبانو يو سيمه‌ ييز قومندان او دوه تنه پاکستانيان هم شامل دي.

د زابل د امنيت امر غلام جيلاني فراهي وايي، دوی شملزو ولسوالۍ ته اکمالات لېږدول چې په لاره کې له طالبانو سره په جګړه اوښتې دي.

دی وايي، د سرتېرو او طالبانو تر منځ نښتې څلور ساعته دوام وکړ چې پکې ديارلس تنه وسله وال ووژل شول او اووه تنه نور ژوبل شول.

د ده په خبره، په دغه نښته کې سرتېرو ته کوم ځاني زيان نه دی اوښتی.

((موږ شملزو ولسوالۍ ته اکمالات لېږدول چې د شملزو او شينکۍ تر منځ له طالبانو سره په جګړه واوښتو. په دغه جګړه کې د ملا مراد کامل په نامه د طالبانو د يوه قومندان او دوو پاکستانيانو په ګډون ديارلس تنه وسله وال وژل شوي او اووه نور ژوبل دي. په جګړه کې د طالبانو پيکا، کلاشينکوفونه، راکټ او ايکم مخابرې هم زموږ لاس ته راغلې دي.))

وسله والو طالبانو لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG