د افغانستان د قومونو او سرحدونو چارو وزیر ډاکټر اکرم خپلواک وايي، چې په قبایلي سیمو پردۍ جګړه تپل شوې او تور پورې کوي، چې په شمالي او جنوبي وزیرستان کې د ستونزو او جګړو مسوولیت د پاکستان پوځ او استخباراتو ته متوجه دی.
په پاکستان کې د نواز شريف په مشري حکومت جوړيدو وروسته يو ځل بيا د اسلام اباد او کابل ترمنځ د اړيکو ښه کولو هڅې ګړندۍ شوې دي.
د پنجشنبې ورځې ناوخته په خوست کې د افغان حکومت یو شمېر لوړو پوړو چارواکو د یوې خبرې ناستې د لارې وویل، چې حکومت به د هغو قبایلي سیمو د کډوالو سره پوره مرسته وکړي، چې د پولي د پورې غاړې څخه د ورستیو عملیاتو او بمباریو د لاسه راکډه شوي دي
ملګرو ملتونو د افغان ولسمشرۍ کاندید عبدالله عبدالله هغه غوښتنې د خواشينۍ وړ وبللې چې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون دې رای شمېرنه ودروي.
په خوست کې چارواکي وايي، چې د ټاکنو په ورځو کې امنیتي عسکرو ۳۰ مشکوک وسلوال، چې غوښتل يې په خوست کې د ټاکنو په بهیر کې امنیتي پیښې رامنځته کړي، نیولي دي.
د خوست د ګربزو د بوري خېلو په سیمه کې هغه پراخه دښته چې د پولي د پورې غاړې د کډوالو د کېمپ یا پنډغالي د جوړیدو له پاره په نښه شوې، تېر مازدیګر په کې په یوه اوږده لیکه د سپین رنګه خیمو لګول پیل شول.
په ننګرهار کې د نړيوالې رواني ټولنيزې موسسې د اطلاعات او فرهنګ رياست په مرسته د مور نړيړاله ورځ د يوې غونډې په ترڅ کې ونمانځله.
د افغانستان ولسمشریزه انتخاباتو کاندید عبدالله عبدالله غوښته کړې ده چې؛ د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د دارالانشا رییس دې له دندې ګوښه کړل شي.
د جلال اباد ښار قصبې سيمه کې ګڼ شميرخلکو شکايت کولو چې د ډاکټر عبدالله د کمپاين يو تن مسوول او د افغانستان د ولسي جرګې استازی اینجينر غفار خلک په زوره د ډاکټر عبدالله په حق کې رايه کارولو ته هڅول چې له دغه عمل نه لفظي شخړه رامنځته شوه، بيا جنګ وشو او د نوموړي د کسانو په ډزو کې درې تنه زخميان شول.
د ملګرو ملتونو د امنيت شورا: پاکستان ميشته وسله والې ډلې د امنيت لپاره لويه خطره ده.
ولسمشر کرزي وويل چې نن کور کې د کښيناستو ورځ نه ده او بايد ټول افغانان رايی ورکړي.
په خوست کې د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون چارواکیو د یوې خبري ناستې د لارې په یاد ولایت کې د امنیتي ارګانونو د احتمالي درغلیو په باب خپله انديښنه په ډاګه کړه.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته