د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګري ملتونه: پاکستان ميشته وسله والې ډلې د افغانستان امنيت ته لوی ګواښ دی


د پاکستان د لشکر طيبه ډلې بنسټ ايښودونکی، حافظ سعيد
د پاکستان د لشکر طيبه ډلې بنسټ ايښودونکی، حافظ سعيد
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په يو راپور کې ویلي چې پاکستان کې په القاعده پورې تړلې ډلې لکه د پاکستان د طالبانو تحریک، لشکر طیبه او لشکر جنګوي په منظم ډول د افغانستان په جنوب او ختیځ کې پر افغان ځواکونو بریدونه کوي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په دغه راپور کې خبرداری ورکړی چې القاعده شبکه افغانستان ته یو اوږدمهاله ګواښ دی. د دې تازه راپورټ له مخې وروسته تر دې چې د ۲۰۱۴ کال تر اخره ناټو ځواکونه له افغانستانه وځي القاعده به سیمه له خطر سره مخامخ کړي.

په راپور کې راغلې دي چې د ازبکستان اسلامي تحریک بیا د افغانستان د شمال په یو شمیر ولایتونو کې فعاله دی. د ملګرو ملتونو څیړونکي داسې وړاندوينه کوي چې په لنډ راتلونکې کې داسې نه ښکارې چې د القاعده وسله وال له افغانستانه ووځي.

دا راپور د ملګرو ملتو د امنیت شورا هغې کمیټې خپور کړی دی چې پر طالبانو د لګول شوو بنديزونو څارنه کوي.

د يادونې وړ ده چې د پاکستان قبايلي سيمو کې امريکايي ډرون الوتکو په بيا بيا بريدونو کې د القاعده او طالبانو مشران او غړي وژلي. پاکستان د دې بريدونه په خلاف څو ځله احتجاج کړی خو امريکا يې د ترهګرو د له منځه وړلو لپاره غوره وسله ګڼي.

په همدې حال کې افغان چارواکي هم وخت په وخت له پاکستانه غوښتنه کوي چې د وسله والو دا خوندي ځايونه دې له منځه يوسي.

د ملګرو ملتونو د دې تازه رپورټ په اړه پاکستان لا تر اوسه څه نه دي ويلي.
XS
SM
MD
LG