د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار کې ټاکنې: "د انجنير غفار وسله والو درې کسان په ډزو وويشتل."


جلال اباد: دريوو کسانو د زخمي کيدو وروسته پوليس د شخړې د حل لپاره راورسيدل
جلال اباد: دريوو کسانو د زخمي کيدو وروسته پوليس د شخړې د حل لپاره راورسيدل
بازمحمد عابد ــ (جلال اباد): د ننګرهار د جلال اباد ښار اوسيدونکي وايي چې د افغانستان د ولسمشرۍ د دويم پړاو د ټاکنو پرمهال د پارليمان د يو غړي، انجنير غفار وسله والو درې کسان په ډزو ويشتي.

د جلال اباد ښار قصبې سيمه کې ګڼ شميرخلکو شکايت کولو چې د ډاکټر عبدالله د کمپاين يو تن مسوول او د افغانستان د ولسي جرګې استازی اینجينر غفار خلک په زوره د ډاکټر عبدالله په حق کې رايه کارولو ته هڅول چې له دغه عمل نه لفظي شخړه رامنځته شوه، بيا جنګ وشو او د نوموړي د کسانو په ډزو کې درې تنه زخميان شول.

د دې پيښې يو عيني شاهد، عبدالخالق په دې اړه وايي: ((دلته د رايې اچولو په خاطر راغلم، چې ومې کتل دلته ماشومانو چيغې وهلې چې ډاکټر صاحب اشرف غني زنده باد. په دې کې
د انجينير غفار چې د پارلمان وکيل دی، د هغه کسان راووتل، ډزې يې وکړې او دوه تنه ځوانان يې وويشتل. رايه د هر چا مسلم حق دی چې چا ته يې ورکوي، دوی خو په زوره خلک دې ته هڅول چې ډاکټر عبدالله ته رايه ورکړي.
))

خو انجينير غفار رسنيو ته د لفظي شخړي پړه مني خو دا نه مني چې ګوندې کسانو يې ډزې کړي دي.


د ډاکټر اشرف غني احمدزي د کمپياين يو تن غړي حاجي نصرت الله ارسلا چې په ياده سيمه کې استوګنه لري، مشال راډيو سره په خبرو کې وويل چې دوی دا مسله امنيتي ادارو سره شريکه کړي او د انصاف هيله لري.

هغه وايي: ((د انجينر صاحب غفار کسان راپاڅيدلي دي، او په تنکي ځوانانو يې ډزې کړي، زما د کور يو کس يې هم وهلی دی، حکومت ته مې خواست دا دی چې دا خلک بايد د قانون منګولو ته وسپاري او د دې تنکيو ځوانانو ځواب دې ورکړل شي چې ورباندې ډزې کړي دي.))

د ننګرهار امنيه قوماندان جنرال فضل احمد شيرازد بيا وايي چې دا مسله د دوی په منځګړتوب حل شوي: ((د ډاکټر عبدالله عبدالله او ډاکټر صاحب اشرف غني د طرفدارانو تر منځ په يوه مرکز کې مشکل پيدا شوی وو. شخړه يې کړي وه چې هغه جنجال موږ حل کړو.))

د افغانستان د ولسمشرۍ د دويم پړاو د ټاکنو بهير شنبې ورځې په سهار اوه بجې د جلال اباد ښار په ګډون په ټولو ولسواليو کې پيل شو چې ډله ډله ښځې او سړي د رايو مرکزونو ته ولاړل او د خپلې خوښې نوماند ته رايه ورکړي.

د ننګرهار ولايت د بهسودو ولسوالۍ اړوند يو تن ځوان وايي چې د يو پر امنه افغانستان لپاره يې رايه ورکړه.

((ذبیح الله حليمي يم د بهسودو ولسوالۍ د خوشګنبد کلي اوسيدونکی. خپله رايه مې په ارامه فضا کې او په خپله خوښه استعمال کړه.
له ټولو وطنوالو مې هيله ده چې د افغانستان د راتلونکي لپاره دې فکر وکړي او د افغانستان لپاره دې زعيم وټاکي نه د سمت او سمتبازۍ لپاره.
))

د ثمينې په نامه يوه جلۍ هم وايي چې د خپل هيواد د ښې راتلونکي په خاطر يې خپله رايه وکاروله. ((دلته راغلې يم او خپله رايه مې استعمال کړه. خپلو هيوادوالو نه هم هيله لرم چې راشي او خپله راتلونکي وټاکې، تر څو زموږ په هيواد کې امن او سوله راشي.))


ياده دې وي چې د جلال اباد ښار په ګډون په يو شمير ولسواليو کې خلک په ډيرې علاقه مندۍ سره د رايو مرکزونو ته ولاړل او خپلې رايې استعمال کړي خو د خبريالانو د ګډې همغږۍ د راپورونو په اساس په په حصارک، شیرزادو، پچیراګام او چپرهار ولسوالیو کی لس مرکزونه د نا امنیو له امله نه وو پرانستل شوي.
XS
SM
MD
LG