د لاسرسي ځای

تازه خبر

د عبدالله عبدالله غوښتنې د خواشینۍ وړ دي


ملګرو ملتونو د افغان ولسمشرۍ کاندید عبدالله عبدالله هغه غوښتنې د خواشينۍ وړ وبللې چې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون دې رای شمېرنه ودروي.

ملګرو ملتونو د افغان ولسمشرۍ کاندید عبدالله عبدالله هغه غوښتنې د خواشينۍ وړ وبللې چې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون دې رای شمېرنه ودروي. کاندید عبدالله د انتخاباتو له کميسيون څخه خپل څارونکي هم وروبللي.


له نيويارکه د "ډي. پي. اې" خبري اژانس د راپور له مخې د ملګروملتو ويندوی "فرحان حق" د چهارشنبې پر ورځ ناوخته وويل: "ملګري ملتونه باور لري چې، بايد لازمه پروسه دوام وکړي."

په همدې حال کې د انتخاباتو خپلواک کميسيون وويل چې؛ د نړۍوالو او کورنيو څارونکو په مخکې به د رای شمېرلو بهير ته دوام ورکړي.

د ولسمشرۍ کانديد عبدالله عبدالله پرون«چارشنبه» په يوه خبري غونډه کې وويل؛ چې د انتخاباتو خپلواک کميسيون د دوی غوښتنې نه دي منلي؛ ځکه له کميسيون سره اړيکې ځنډوي.

خو د انتخاباتو د خپلواک کميسيون ويندوی نور محمد نور وايي چې؛ دواړو کانديدانو رسماً په ليکلې بڼه ژمنه کړې چې؛ د انتخاباتي کميسيونونو پرېکړې به مني.

نور وويل، چې بايد پروسه بشپړه شي او هيڅ کانديد مخکې تر مخکې قضاوت ونه کړي.

د عبدالله عبدالله د انتخاباتي ټيم ويندوي فضل سانچارکي مني چې؛ دوی د انتخاباتو له خپلواک کميسيون سره ژمنه کړې؛ مګر د ده په وينا انتخاباتي کميسيونونو اعتبار ته زيان اړولي دي.

"د انتخاباتو خپلواک کميسيون او د شکايتونو کميسيون بايد ملي؛ مستقله او بې پرې موسسې وي، په همدې خاطر هم کانديدانو پرې باور وکړ؛ مګر متاسفانه دوی دا اعتبار زيانمن کړ او کميسيونونه پر خپلو ژمنو ونه درېدل."

د جوزا د څلروريشتمې نېټې د دوهم ځلي انتخاباتو په لړ کې؛ د عبدالله عبدالله انتخاباتي ټيم د انتخاباتي شکايتونو په کميسيون کې د درغليو ۵۷۳ شکايتونه درج کړي؛ خو سيال يې يعني د اشرف غني احمدزي انتخاباتي ټيم ۶۶۴ شکايتونه ثبت کړي دي.

فاضل سانچارکي په دې اړه چې نو بيا ولي د انتخاباتي شکايتونو د کميسيون له لوري د شکايتونو تر څېړلو پورې صبر نه کوي، وويل:

"په دې خاطر چې متاسفانه موږ له تېر پړاوه هم ترخه تجربه لرو او اوس هم ښکاره شوه چې؛ دوی شکايتونه سم ونه څېړل. اوس هم موږ وضاحت غوښتي چې، سند وړاندې کړئ چې، څرنګه تر ۷ مليون زياتو خلکو د انتخاباتو په دوهم دور کې ګډون کړی دی؛ موږ ته قناعت راکړئ."

د سياسي چارو کارپوه او د کابل پوهنتون استاد پوهاند ودېر صافی وايي چې؛ بايد دواړه کانديدان انتخاباتي کميسيونونه پرېږدي چې؛ خپل کار بشپړ کړي او که د دې کميسيونونو پرېکړې ورته د منلو نه وي؛ معترض کانديد دې د استنياف غوښتنه وکړي.

د شنبې په ورځ په مليونونو افغانان د دولت د وسله والو مخالفانو له تهديدنو سره سره د رايو مرکزونو ته لاړل چې؛ د حامد کرزي ځای ناستی غوره کړي.

د افغان چارواکو په وينا، د انتخاباتو په لړ کې د وسله والو طالبانو په بريدونو کې شاوخوا ۵۰ تنه ملکيان ووژل شول.
XS
SM
MD
LG