د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د پښتنو پر قبایلي سیمو پردۍ جګړه تپل شوې'


د افغانستان سرحداتو وزیر ډاکټر اکرم خپلواک د قبایلي سیمو د جګړې په اړه څرګندونې کوي
د افغانستان سرحداتو وزیر ډاکټر اکرم خپلواک د قبایلي سیمو د جګړې په اړه څرګندونې کوي

د افغانستان د قومونو او سرحدونو چارو وزیر ډاکټر اکرم خپلواک وايي، چې په قبایلي سیمو پردۍ جګړه تپل شوې او تور پورې کوي، چې په شمالي او جنوبي وزیرستان کې د ستونزو او جګړو مسوولیت د پاکستان پوځ او استخباراتو ته متوجه دی.

د افغانستان د قومونو او سرحدونو چارو وزیر ډاکټر اکرم خپلواک وايي، چې په قبایلي سیمو پردۍ جګړه تپل شوې او تور پورې کوي، چې په شمالي او جنوبي وزیرستان کې د ستونزو او جګړو مسوولیت د پاکستان پوځ او استخباراتو ته متوجه دی.


نوموړی وايي، کچیرې په هغو سیمو کې د استخباراتي کړیو لاسوهنې او مداخلې بندې شي، نو وزیرستاني قومونه او قبایلي مشران کولای شي، خپلو ورپيښو ستونزو ته د جرګو او مرکو له لارې حل لارې ومومي.

د افغانستان د قومونو او سرحدونو چارو وزیر چې خوست ته د سفر پر مهال تېره ورځ د رسنیو د خبریالانو سره خبرې کولې وویل، کچیرې د پاکستان حکومت او نړیواله ټولنه په قبایلي سمیو کې روانې جګړې ته چې د هرې ورځې په تیریدو سره شدت پیدا کوي او په کې زیاتو ملکي وګړو ته مالي او ځاني زیانونه اوړي حل لاره پیدا نکړي، نو دا جګړه به یوه داسې حالت ته ننوځي، چې مهارکول به يې د دوی د وسه بهر وي:

«د افغانستان د حکومت په استازیتوب پر ټولو خواوو غږ کوو، چې که دا جنګ په دې شدت باندې روان وي، په دې کې ملکي تلفات بې حده زیات دي، دا به دومره ناورین رامنځته کړي، چې بیا به يې د کنټرولو له پاره نه به د پاکستان د حکومت په لاس کې څه وي او نه هم د نړیوالې ټولنې په لاس کې»

اکرم خپلواک وايي، چې په قبایلي سیمو کې د قومي مشرانو او دیني عالمانو د هدفي وژنو وروسته اوس د یادو سیمو ماشومان او تورسرۍ هم په امن کې نه دي، نوموړی جرګې مرکې د پولي په داوړو غاړو کې د پرتو قومونو د ستونزو یوازینۍ حل لاره ښيي:

«دا دوولس کاله د کرښې په دواړه غاړو کې پراته وروڼه قومونه په همدې پردي جنګ کې سوځي، موږ تر اوسه د ډېرزو زیاتو ستونزو او مشکلاتو شاهد یو، زموږ په زرګونه قومي مشرانو او علماوو مو شهادت ورکړی دی، بالاخره دا ناورین دې ته ورسیده، چې د علماوو او مشرانو تر څنګ تاسو ګورئ چې حتا زموږ ماشومان، خویندې او میندې مو په امن کې نه دي او دغه ناورین یوې سختې مرحلې ته ننوتی دی، موږ بیا هم هیله کوو، چې د سولې د لارې د جرګو او مرکو له لارې د دغه قومونو مشکلات حل شي.»

اکرم خپلواک وايي، قبایل د سولې خلک دي او جنګ نه خوښوي، خو د پاکستان پوځ او استخبارات په قبایلي سیمو کې یو شمېر ترهګر قوي کوي، تر څو نور خلک پرې ووهي، هغه په یادو سیمو کې د هر ډول مداخلو د بندولو غوښتنه کوي:

«زه مطمین یم، هغه جنګ چې په شمالي وزیرستان او جنوبي وزیرستان کې نورو استخباراتو شروع کړی، که هغوی خپله مداخله بنده کړي، د وزیرستان قومونه او د پولي دواړو غاړو ته پراته خلک، نه دي جنګ طرفدار دي او نه جنګ غواړي، موږ بیروني مداخله بندول غواړو او کله چې بیروني مداخله بنده شي، زه ډاډه یم چې دا جنګ بندیږي، همدا اوس هم د پاکستان پوځ او استخبارات یو تعداد ترهګر هلته قوي کوي تر څو چې نور پرې ووهي، دغه جنګ دوی شروع کړی ده او د جنګ اصلي عاملین هم دوی دي، که دوی هلته مداخلې بندي کړي، نو هلته ټول قومونه په یووالي سره ژوند کوي او خپل مشکل حل کولای شي»

د یادونې وړ ده، د افغانستان د قومونو او سرحدونو وزیر د پولي په دواړو غاړو کې داسې مهال روانې جګړې ته د پردیو د جنګ نوم ورکوي، چې همدا اوس په یادو سیمو کې د پوځ او وسلوالو تر منځ د سختو نښتو او روانو پوځي عملیاتو له کبله لسګونه زره ځايي اوسیدونکي کډه کولو ته اړه شوي دي.
XS
SM
MD
LG