افغان ولسمشر حامد کرزي نن د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې رايه واچوله. نوموړي د کابل په امانيه ليسه کې تر رايې اچونې وروسته خبريالانو سره خبرو کې له افغانانو وغوښتل چې د افغانستان د آرامۍ، پرمختګ او ثبات لپاره د رایو مرکزونوته ولاړ شي او خپلې رایې ورکړي.
ښاغلي کرزي څرګنده کړه چې د پردیو له احتیاجه د افغانستان د ژغورلو او د هېواد د ښې راتلونکې لپاره رایه ورکول ضروري دي.
ولسمشر کرزي خلکو ته وويل: ((په خپله رایه نن د دې خاورې اولاد اینده داسې بنياد کيږدۍ چې انتخابات مو د افغانستان د لا ډېر ثبات او ترقۍ باعث شي نو ستاسو رایه د افغانستان ثبات دی او د افغانستان ترقي ده او د افغانستان په خپلو پښو درول دي. ټول به راوځئ او رایه به ورکوئ.))
نن په افغانستان کې د ولسمشرۍ د دویم دور انتخابات دي او د چارواکو په خبره د هېواد په هره سیمه کې خلک د رای ورکوونې مرکزونو ته ځي او د خپلې خوښې کاندید يا نوماند ته رایه ورکوي. په دې ټاکنو کې ډاکټر اشرف غني احمدزی او عبدالله عبدالله سره سيالي کوي. دوی د خپلو خپلو ټيمونو سره کابل کې رايې واچولي او له افغانانو يې وغوښتل چې خامخا د رايو مرکزونو ته ورشي او خپل مشر انتخاب کړي.
د انتخاباتوخپلواک کمیشن ویلي چې ټول شپږ زره درې سوه پنځه شپیته مرکزونه او درویشت زره درې سوه یوسل او شپږ دیرش محلونه پرانستل شوي دي.
د افغانستان د انتخاباتود خپلواک کمیشن مشر احمد یوسف نورستاني هم نن سهار اوه بجې په کابل ښارکې رایه ورکړه
چارواکي وايي د امنيت لپاره يې سخت ګامونه اخيستي او تر اوسه د بدامنۍ کومه لويه پيښه نه ده رامنځته شوي.