جان مککین هم پر خپل ټویټر لیکلي چې؛ د افغانستان ولسمشرۍ له کاندیدانو اشراف غني احمدزي او عبدالله عبدالله سره یې ملاقاتونه ښه وو.
د پکتيا امنيتي چارواکي وايي چې، له څو ورځو راهيسې يې په ځينو سيمو کې یې د وسله والو پر ضد په چانیز«تصفيوي» عملياتو کې تر دې مهاله ۵۱ وسله وال وژلي او تر ۳۰ زيات يې ژوبل کړي دي.
په یو ولایت او یو ښار کې د پراخو ګمرکي تاسیساتو او تجهیزاتو شتون له یوې خوا د سوداګرۍ د پراختیا له پاره اسانتیاده، بل لوري ته دا د تجارتي ښار په مانا هم دی.
له پیروزي فوټبال کلب سره د نیک پوګلیز ښې لوبې په بیلا بیلو سیالیو کې دې لوبډلې ته د ښه استعداد د ځلولو ډیرې موقعې په لاس کې ورکړې.
د افغانستان امنیتي ارګانونو مشرانو د پاکستان استخباراتي سازمان او د ایران سپاه پاسداران د افغانستان په روانه جګړه کې ښکېل وبلل.
اکرم خپلواک وړاندې وویل، چې په وزیرستان کې روان پوځي عملیات باید د یوې مشخصې ډلې په مقابل کې نه وي،بلکې هغه ټولې ډلې باید وځپل شي،چې د ډیورند کرښې اخوا یا دېخوا ترهګریز بریدونه کوي
خوست والي د کورني او بهرني پلاوي يې ملتيا يو شمېر کډوالو ته د خوراکي او غيرې خوراکي توکو مرستې وويشل شوې.
د کابل پولیس وايي، چې نن (چارشنبه) سهار د دفاع وزارت د مامورینو پر موټر ځانمرګي برید کې اووه تنه وژل شوي او شپاړس ټپیان دي.
که څه هم د افغانستان د ملي امنیت د شورا مشر پاکستان ته خپل وروستۍ سفر ګټور بولي، خو وایي، تر اوسه هم د تروریزم ضد مبارزې په برخه کې د اسلام اباد ریښتینی اقدام ته د شک په سترګه ګوري.
ميراجان وويل اوس هم له لښکرګاه و سنګين ته او د سنګين ولسوالۍ له مرکزه شمالي حوزو ته غځېدلې لار د ولسي تګ راتګ پرمخ تړلي ده خو يوازي د افغان پوځ زري موټر پرې تګ راتګ کوي.
د خوست ولایت چارواکي وايي، چې د یاد ولایت د ملي امنيت له خوا د اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ د زیړۍ ترخې په کلي کې يې نهه تنه ځانمرګي بریدګر نیولي دي.
د خوست یو شمېر میرمنې او مدني فعالانې د راتلونکي ولسمشر نه غواړي، چې د ښځو له پاره دې د زده کړو امکانات پراخ کړي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته