د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې ۳۰ مشکوک وسلوال ونیول شول


په خوست کې چارواکي وايي، چې د ټاکنو په ورځو کې امنیتي عسکرو ۳۰ مشکوک وسلوال، چې غوښتل يې په خوست کې د ټاکنو په بهیر کې امنیتي پیښې رامنځته کړي، نیولي دي.

د خوست ولایت چارواکي وايي، چې د ټاکنو په ورځو کې د یاد ولایت د امنیتي موظفینو له خوا دیرش تنه مشکوک وسلوال، چې غوښتل يې په خوست کې د ټاکنو په بهیر کې امنیتي پیښې رامنځته کړي، نیولي دي، همدارنګه د نیول شویو کسانو سره یوه اندازه سپکې وسلې او نور پوځي تجهیزات هم افغان ځواکونو لاسته لویدلي دي.


د چهارشنبې په ورځ د خوست ولایت مقام ویاند او مطبوعاتي مسوول مبارز محمد ځدراڼ د ملي امنیت ادارې په انګړ کې مشال راډيو ته وویل، چې نیول شوي کسان د افغانستان د مختلفو سیمو اوسیدونکي دي او د ملي امنیتي ارګانونو په هغه ځانګړو عملیاتو کې نیول شوي، چې د ټاکنو د امنیت د خوندیتوب له پاره په لاره اچول شوي وو.

مبارزمحمد ځدراڼ وړاندې وویل، چې په تېرو ورځو کې د نولسو کسانو تحقیقات بشپړ شوي او قضايي ارګانونو ته ورپیژندل شوي او پاتې یوولس تنه به هم عدلي او قضايي ادارو ته وروپيژندل شي:

((د همدې ځانګړو عملیاتو، چېک پاینټونو او تلاشیو په نتیجه کې زموږ ملي امنیتي ارګانونو په ځانګړي ډول د ملي امنیت د ادارې سرتیرو او افسرانو د خوست په بیلابیلو سیمو کې دېرش تنه وسلوالو سره د تړاو په تور نیولي دي، په دې دیرشو تنو کې هم د خوست ځايي اوسیدونکي شامل دي او هم د کندز، بغلان او نورو ولایتونو اوسیدونکي شامل دي.))

د خوست د ولایت مقام ویاند همدارنګه وویل، چې د نیول شویو مشکوکو وسلوالو سره یوه اندازه سپکې وسلې او مهمات هم افغان ځواکونو ترلاسه کړي دي:

((دوی سره شپږ میله کلاشنکوف، دوولس میله مختلف النوعه تفنګچې، ګرنیټکوف، په په شه، درې سوه فیره ګولۍ، ځني ماینونه چې په هماغو سیمو کې چاودنه ورکړل شوې، ګڼ شمېر چاودیدونکي مواد، دوه عرادې سراچه موټر او څلور عرادې موټرسایکلونه هم لاسته راغلي دي.))

د یادونې وړ ده، د تیرې شنبې په ورځ په نسبتاً ارامه فضاء کې د خوست په لکونو اوسیدونکو د ټاکنو په بهیر کې برخه واخیسیته، خو د علیشیرو د چرګوټي په سیمه کې په یوه کور د راکټ د لګيدو له کبله د یوې کورنۍ درې نجونې، درې هلکان، یوه میرمن ووژل شول او شپږ نور ټپیان شول.
XS
SM
MD
LG