د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ننګرهار کې د مور نړيواله ورځ ونمانځل شوه


په ننګرهار کې د نړيوالې رواني ټولنيزې موسسې د اطلاعات او فرهنګ رياست په مرسته د مور نړيړاله ورځ د يوې غونډې په ترڅ کې ونمانځله.

په ننګرهار کې د نړيوالې رواني ټولنيزې موسسې د اطلاعات او فرهنګ رياست په مرسته د مور نړيړاله ورځ د يوې غونډې په ترڅ کې ونمانځله.


د مور نويړاله ورځ د سيشنبې يا نهې په ورځ د جلال اباد ښار په يو مقامي هوټل کې ونمانځل شوه چې په لسګونو ميندو په کې برخه اخیستې وه. دغه غونډه د نړيوالې رواني ټولنيزې موسسې د ننګرهار د اطلاعات او فرهنګ رياست سره په ګډه جوړه کړې وه.
د ننګرهار د اطلاعات او فرهنګ ريس اورنګ صميم د مور د نړيوالې ورځې په مناسبت مشال راډيو سره په خبرو کې وويل:

« مور هغه الهي عطيه او سوغات دی چې د دغې خاورينې کرې په مخ باندې د انسان مولده ده. انساني وجود د مور د مبارک وجود نه پيدا دی. د الله رضا د مور په رضا کې ده، موږ فقط همدا پیغام غواړو چې د غونډې په پای کې د رسنیو له لارې خلکو ته ورسوو.»

د ننګرهار د ښځو چارو ريسې انیسې عمراني په ميندو غږ وکړ چې خپل اولادونه د تعليم په زيورو ښایسته کړي.

« ديرش کلنې جګړې په افغانستان کې تيرې شوي دي، په اوس وخت کې ټولې ميندې د سولې غوښتونکي دي. نو زما ټولو ميندو ته دا پيغام دي چې خپل اولادونه په تعليم سمبال کړي او د تعليم په فضا کې يې لوی کړي. تر څو وکولای شو چې په اينده کې يو مترقي او صلح اميزه افغانستان ولرو.»

د ننګرهار د ولايتي شورا غړي حميرا رفيع وايي چې اولادونو ته په کار دي چې د مور قدرداني وکړي.
« لکه څنګه چې ويل شوي دي چې د مور په مخکې يو اف قدرې هم ونه وايئ، باید ونه ويل شي، د هغې قدر وشي، ستاينه يې وشي، عزت يې وشي او هميشه د مور خيال وساتل شي.»

د مرسل نوري په نوم يوه ځوانه نجلۍ هم په نورو غږ کوي چې د خپلو ميندو قدر وکړي.

« وايي چې د مور د قدمونو لاندې جنت دی، دا چې څوک جنت ګټي، بايد چې د خپلې مور ډیر قدر وکړي. زه خپله ډيره خوشحاله يم چې زما خپله مور ژوندۍ ده، لومړی خو خپلې مور ته د دغې نيکمرغې ورځې مبارکي وايم او بيا ټولو اولادونو ته په کار ده چې د خپلو ميندو ډير قدر او عزت وکړي.»

د ذکر وړ ده د جوزا څلريشتمه چې د جون د مياشتې څوارلمسې نيټې سره برابره وه، په افغانستان کې هر کال د مور د نړيوالې ورځې په توګه نمانځل کيږي، خو سږکال ياده نيټه په افغانستان کې د ولسمشرۍ د ټاکنو سره هم برابره وه نو ځکه د مور نړيواله ورځ د جون په اولسمه نيټه ونمانځل شوه.

د مور د ورځې په مناسبت يو شمير هغو ميندو ته ستاينليکونه ورکړل شول، چې خپل اولادونه يې په ښه شان سره روزلي وو او ټولنې ته يې د خدمت لپاره وړاندې کړي وو.
XS
SM
MD
LG