پيرسليم الله چې کډوالو سره يې تر اوسه پورې يوولس لکه افغانئ مرسته کړي وايي:((که د کډوالو ژوند څوک له نيږدې وویني نو دومره به دردمن شي چې له ستوني به يې ډوډۍ تېره نه شي.))
د پاکستان پوځ وايي شمالي وزيرستان کې يې له اوو ورځو راهيسې شروع کړو عملياتو کې تر اوسه دوه سوه دوه ديرشت وسله وال وژل شوي دي. خو ازادو سرچینو تر اوسه د دې پخلی نه دی کړی.
د افغانستان د قومونو او سرحدونو چارو وزیر ډاکټر اکرم خپلواک وايي، چې په قبایلي سیمو پردۍ جګړه تپل شوې او تور پورې کوي، چې په شمالي او جنوبي وزیرستان کې د ستونزو او جګړو مسوولیت د پاکستان پوځ او استخباراتو ته متوجه دی.
په پاکستان کې د نواز شريف په مشري حکومت جوړيدو وروسته يو ځل بيا د اسلام اباد او کابل ترمنځ د اړيکو ښه کولو هڅې ګړندۍ شوې دي.
د پنجشنبې ورځې ناوخته په خوست کې د افغان حکومت یو شمېر لوړو پوړو چارواکو د یوې خبرې ناستې د لارې وویل، چې حکومت به د هغو قبایلي سیمو د کډوالو سره پوره مرسته وکړي، چې د پولي د پورې غاړې څخه د ورستیو عملیاتو او بمباریو د لاسه راکډه شوي دي
ملګرو ملتونو د افغان ولسمشرۍ کاندید عبدالله عبدالله هغه غوښتنې د خواشينۍ وړ وبللې چې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون دې رای شمېرنه ودروي.
په خوست کې چارواکي وايي، چې د ټاکنو په ورځو کې امنیتي عسکرو ۳۰ مشکوک وسلوال، چې غوښتل يې په خوست کې د ټاکنو په بهیر کې امنیتي پیښې رامنځته کړي، نیولي دي.
د خوست د ګربزو د بوري خېلو په سیمه کې هغه پراخه دښته چې د پولي د پورې غاړې د کډوالو د کېمپ یا پنډغالي د جوړیدو له پاره په نښه شوې، تېر مازدیګر په کې په یوه اوږده لیکه د سپین رنګه خیمو لګول پیل شول.
په ننګرهار کې د نړيوالې رواني ټولنيزې موسسې د اطلاعات او فرهنګ رياست په مرسته د مور نړيړاله ورځ د يوې غونډې په ترڅ کې ونمانځله.
د افغانستان ولسمشریزه انتخاباتو کاندید عبدالله عبدالله غوښته کړې ده چې؛ د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د دارالانشا رییس دې له دندې ګوښه کړل شي.
د جلال اباد ښار قصبې سيمه کې ګڼ شميرخلکو شکايت کولو چې د ډاکټر عبدالله د کمپاين يو تن مسوول او د افغانستان د ولسي جرګې استازی اینجينر غفار خلک په زوره د ډاکټر عبدالله په حق کې رايه کارولو ته هڅول چې له دغه عمل نه لفظي شخړه رامنځته شوه، بيا جنګ وشو او د نوموړي د کسانو په ډزو کې درې تنه زخميان شول.
د ملګرو ملتونو د امنيت شورا: پاکستان ميشته وسله والې ډلې د امنيت لپاره لويه خطره ده.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته