د ميدان وردګو چارواکي وايي، په دغه ولايت کې يې دوه تنه ايټالويان او د هغوی افغان ملګري نيولي دي . دوی وايي دغه کسان د کانونو په مالومولو او کيندلو پسې راغلي وو او کوم قانوني اسناد يې هم نه درلودل.
د غزني چارواکي وايي، لا يې هم په ګيلاني کې د طالبانو پر ضد پيل شوي عمليات پای ته نه دي رسېدلي او اوس هم روان دي.
د خوست ولایت چارواکي وايي، چې په دې وروستیو کې د یاد ولایت د ملي امنیت منسوبینو د بیلابیلو عملیاتو په لړ کې څوارلس مشکوک وسلوال له ډېر شمېر وسلو او مهماتو سره یو ځای نیولي دي.
د امریکا ولسمشر براک اوباما په بدخشان کې د ځمکښویېدو په پېښه کې د مالي او ځاني زیانونو له کبله له ولسمشر حامدکرزي سره خپله خواخوږي وښودله.
د پکتیکا ولایت چارواکي وايي، چې د یاد ولایت په خوشامند ولسوالۍ کې ملي پولیسو د یوه کمین په ترڅ کې د وسلوالو د یو قوماندان نورمحمد نظام خیل په ګډون پنځه وسلوال وژلي دي.
د نيويارک ټايمز ورځپاڼې د رپورټ پيل د امينې په نوم د يوې اتلس کلنې جينۍ د وژنې له کيسې شوی دی. امينه، چې د تېر اپريل په مياشت کې په شمالي افغانستان کې د ښځو لپاره جوړ د يوه حکومتي پنا ځای نه له خپل ورور او تره
نن په ټول افغانستان کې د بدخشان د وروستۍ طبيعي پېښې له کبله ملي ماتم دى. په افغانستان او بهرنيو هېوادونو کې به د افغانستان په سفارت خانو کې ملي بيرغ نيم ځوړند وي.
د پوليو يا د ګوزڼ پر ضد د واکسينو دا کمپاين چې د اتوار په ورځ پيل شو، د نهې تر ورځې پورې به دوام وکړي. په دې کمپاين کې به پر ننګرهار سربيره، کونړ، لغمان او نورستان ولايتونو کې تر نهه نيم لکو پورې
د افغانستان په ختيځ کې د افغان ښځو شبکې په نامه ټولنې په سوله او امنيت کې د ښځو د کردار تر عنوان لاندې د شنبې په ورځ يوه مشورتي غونډه رابللې وه چې کارپوهان به په کې خپل نظريات وړاندې کوي.
د افغانستان چارواکي وایي، دا ویره شته چې د هیواد د بدخشان ولایت په یوه کلي کې د غونډۍ د ښویدو له کبله په سلګونه کسان مړه شوي وي.
له افغانستانه راپورونه وايي، چې د بدخشان ولايت په ارګو ولسوالۍ کې د ځمکې ښويېدو پېښې شا و خوا ٤٠٠ کسان ووژل
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په نړۍ کې د ترهګرۍ په اړه په خپل کلني راپور کې د افغانستان او پاکستان پر حالاتو هم رڼا اچولې ده. په دغه راپور کې راغلي چې په افغانستان کې د ترهګرو بیلا بیلې ډلې فعاله دي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته