د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پکتیکا او خوست کې امنیتي پېښې رامنځ ته شوي


فایل فوټو
فایل فوټو
د پکتیکا ولایت چارواکي وايي، چې د یاد ولایت په خوشامند ولسوالۍ کې ملي پولیسو د یوه کمین په ترڅ کې د وسلوالو د یو قوماندان نورمحمد نظام خیل په ګډون پنځه وسلوال وژلي دي.

نورمحمد نظام خیل په خوشامند ولسوالۍ کې د وسلوالو نظامي او عملیاتي چارې سمبالولې او پر حکومتي قواوو يې بریدونه تنظیمول، له دې کبله د ډېره وخت نه هغه د افغان ځواکونو تر تعقیب لاندې وو.

د پکتیکا امنیه قوماندان پاسوال نبي جان ملاخیل مشال راډیو ته وویل، چې وسلوالو پلان لاره، چې د یکشنبې په شپه د خوشامند ولسوالۍ په جمجمو سیمه کې پر یو شمیر امنیتي پوستونو بریدونه وکړي، خو کشفي ادارو د وسلوالو د پلان په اړه مالومات لرل او هغوی يې د یوه کمین په ترڅ کې له منځه یووړل.

پاسوال نبي جان ملاخیل وړاندې وویل، چې وسلوالو په دې برید کې له درنو وسلوالو کار واخیست، چې له کبله يې درې ملي پولیس هم ووژل شول او یو بل تن ټپي شو.

بلخوا طالب ویاند ذبیح الله مجاهد هم رسنیو ته په استول شوي ټلیفوني پیغام کې ادعا کړې، چې په یاد برید کې يې د سیمه ییزو پولیسو پنځه کسان وژلي او اوه نور يې ټپیان کړي دي، نوموړی په یاد برید کې یوازې د یو طالب د وژلو تاید کړی دی.

د یو بل خبر له مخې نن د یکشنبې په ورځ ماسپښین دوه نیمې بجې په خوست ښار کې د چاودیدونکو توکو د چاودنې له کبله څلور ملګیان ټپیان شوي دي.

د خوست د والي ویاند مبارز محمد ځدراڼ وویل، چې یاده چاودنه د غلې منډايي سره نږدې د ځای پر ځای شویو چاودیدونکو توکو له کبله رامنځته شوه، هغه د ټپیانو روغتیايي حالت د ډاډ وړ وباله.

بل لوري ته د یکشنبې په شپه د خوست ولایت د نادرشاه کوټ ولسوالۍ د ځنې خیلو په سیمه کې پر یو کور د لګیدلي توغندي له کبله د یوې کورنۍ یو ماشوم وژل شوی او درې نور ټپیان شوي دي، چې په ټپیانو کې دوه ماشومان او یوه ښځه شامله ده.

د ولایت مقام ویاند مبارز محمد ځدراڼ همدارنګه وویل، چې بیګا شپه د وسلوالو له لوري د نارشاه کوټ ولسوالۍ د ځني خېلو په سیمه یو شمیر توغندي وتوغول شول، چې یوتوغندی په یو کور ور برابر شو او په کې یو ماشوم ووژل شو، دوه ماشومان او یوه ښځه ټپیان شول.

د خوست د دواړو پيښو مسوولیت تر اوسه کومې وسلوالې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.
XS
SM
MD
LG