د پوليو يا د ګوزڼ پر ضد د واکسينو دا کمپاين چې د اتوار په ورځ پيل شو، د نهې تر ورځې پورې به دوام وکړي. په دې کمپاين کې به پر ننګرهار سربيره، کونړ، لغمان او نورستان ولايتونو کې تر نهه نيم لکو پورې هغو ماشومانو ته د پوليو په ضد څاڅکې ورکول کيږي چې عمرونه يې تر پينځو کلونو کم وي.
د ننګرهار ولايت د عامې روغتيا رئيس ډاکټر نجيب الله کاموال وايي چې د روان ميلادي کال راهيسې په شرقي زون کې د ګوزڼ څلور ، نوې پيښې ثبت شوي دي. دی وايي:
« نهه نيم لکه ماشومان به د شپږ زرو رضاکارانو له خوا په دغه شرقي حوزه کې واکسين کيږي. په ۲۰۱۴ کال کې په ټول افغانستان کې د پوليو څلور مثبتې واقعې لرو چې بد بختانه دغه واقعات يو په ننګرهار ولايت کې ده، دوه يې د لغمان په ولايت کې دي او يو يې د کونړ ولايت کې ده.»
د واکسينو د کمپاين افتتاح د ننګرهار مرستيال والي محمد حنيف ګرديوال يوې ماشومې نجلۍ ته د دوو څاڅکو واکيسنو په ورکولو سره وکړه. نوموړي په ولسونو غږ وکړ چې خپلو ماشومانو ته دې واکسين تطبیق کړي.
« د پوليو د واکسين دا دور په خير سره پيل شو. دا به درې ورځې دوام وکړي. زموږ د ټولو حکومتي چارواکو نه، سپين ږيرو، علمای کرامو او د معارف له منسوبينو نه هيله دا ده چې د دغه واکسين په تطبیق کې له موږ سره پوره همکاري وکړي. تر څو هيڅ سيمه، هيڅ ماشوم د دغه واکسين څخه پاتې نه شي.»
يو تن چې خپل ماشومان يې د واکسينو د تطبيق لپاره راوستي و، مشال راډيو سره په خبرو کې وويل:
« زما نوم راحت الله دی د ننګرهار ولايت اوسيدونکی يم. د دې له ويرې چې ګوزڼ يو وايروسي ناروغی ده، لاعلاجه ناروغي ده، نو زه غواړم چې خپل ماشومان مې د هميش لپاره جوړ او سالم وي، د کمپاين په هره دوره کې ورته واکسين تطبيقوم. ماشاالله ماشومان مې روغ رمټ او سالم ژوند کوي. هيله مند يم چې ټول افغانان د واکسين په هره دوره کې خپلو ماشومانو ته واکسين تطبيق کړي، تر څو زموږ د ماشومانو په څير ټول ماشومان صحتمند، روغ او جوړ وي.»
د ننګرهار د روغتيا رياست چارواکي وايي چې د دغه ولايت په ټولو ولسواليو کې به واکسين تطبيقيږي يوازې د لالپورې سرحدي ولسوالۍ کې د مچ او ميږي په نوم دوه کليو کې وسله وال طالبان د واکسينو د تطبيق ممانعت کوي.