د پکتیکا ولایت چارواکي وايي، چې د پنجشنبې ورځې مازدیګر مهال د یاد ولایت د سروضې ولسوالۍ د موساخېلو او مارزکو په سیمو کې د نړیوال پوځي ځواکونو په هوايي برید کې پنځلس وسلوال وژل شوي.
د خوست ولایت امنیتي چارواکي وايي، چې د یاد ولایت په کچه يې د ټاکنو دویم پړاو ته کلک امنیتي تدابیر نیولي او د خوست په ښار او نورو لیرې پرتو سیمو او ولسوالیو کې يې د یوې اونۍ راهیسې چاڼیز عملیات ترسره کړي.
د افغانستان انتخاباتو خپلواک کميسیون وايي، د ولسمشريزه ټاکنو په لومړي پړاو کې هېڅ يوه نوماند (کاندید) د ګټلو لپاره لازمي رايې ترلاسه نکړای شوای، نو ځکه به اوس د جون پر څوارلسمه د دویم دور انتخابات کيږي.
د پکتيکا د پوهنې رياست چارواکي وايي، چې د دغه ولايت په درېيو ولسواليو کې به په لومړي ځل ۱۵۰سيمه ييز ښوونځي جوړ شي.
د افغان ملي اردو چارواکي وايي، چې د افغانستان د سویل ختیز زون په پکتیا، پکتیکا، خوست، غزني، میدان ښار او لوګر ولایتونو کې د پیروز په نوم د پیل شویو جګړه ییزو او چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې ۳۱۸ وسلوال وژل شوي او ۲۲۸ نور ټپیان شوي دي.
نازیان ولسوالۍ هغه سیمه ده، چې له یو څه مودې راهیسې د امارت طالبانو او د لشکر اسلام وسله والې ډلې یو بل ته مورچې نیولې.
د زابل په مرکز قلات ښار کې د پوليسو پر يوه رنجر موټر ماين ورچول شوی دی چې پکې څوارلس تنه ژوبل شوي دي. د ژوبلو شويو کسانو لويه برخه عام وګړي دي. پرون سهار هم د دغه ولايت په مرکز کې د پوليسو پر يوه موټر چاودنه شوې وه.
د خوست ولایت یو شمېر قومي مشران په ټولیز ډول د حمل د شپاړسمې یا د اپریل د پنځمې په ټاکنو کې د هغو ولایتونو د خلکو ونډه کافي نه بولي، چې د ډیورند کرښې په اوږدوکې پراته دي او د افغانستان د نفوسو دریمه برخه جوړه کړي.
د ښځو د حقونو په وړاندې د ستونزو د له منځه وړلو تر سرليک لاندې د جلال اباد ښار په يوه مقامي هوټل کې يو ورځينی کنفرانس د دوشبنې يا ګل په ورځ تر سره شو.
د ګيلان اوسېدونکي وايي، دا مهال د خلکو په کورونو کې د ځای پر ځای شويو وسله والو لويه برخه پاکستاني پنجابيان دي چې د خلکو په زاريو هم نه پوهېږي.
د اتوار په سهار شاو خوا نهه نيمې بجې چې په جلال اباد ښار کې د عدليې رياست ودانۍ ته بريدګر ننوتي ول، د څه کم څلورو ساعتونو نښتې وروسته د درې تنو وسله والو بريدګرو په شمول په کې ۷ تنه وژل شوي او ۲ تنه په کې
د ملي اردو سرتېرو له یکشنبې راهيسې د اندړو ولسوالۍ په خانې کلا، دليل او دلبر سيمو کې د طالب وسله والو پر ضد عمليات کړي دی چې پکې اووه تنه وسله وال وژل شوي او پنځه نور ژوبل دي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته