د لاسرسي ځای

تازه خبر

په غزني کې ۳۲ تنه نور وسله وال طالبان وژل شوي


د غزني چارواکي وايي، لا يې هم په ګيلاني کې د طالبانو پر ضد پيل شوي عمليات پای ته نه دي رسېدلي او اوس هم روان دي.

د غزني چارواکي وايي، لا يې هم په ګيلاني کې د طالبانو پر ضد پيل شوي عمليات پای ته نه دي رسېدلي او اوس هم روان دي.

په ګيلان ولسوالۍ کې له تېرو اوونۍ راهيسې د طالب وسله والو پر ضد چانيز عمليات روان دي، چې پکې تر اوسه پورې لسګونه تنه وسله وال طالبان وژل شوي او لسګونه نور ژوبل دي.

چارواکي وايي، له پرون غرمې راهيسې تر اوسه پورې د دغې ولسوالۍ په بلاير، پردل، ملا جانان او ځينو نورو سيمو کې د طالبانو او سرتېرو تر منځ خونړۍ جګړې شوې دي، چې پکې تر اوسه پورې ۳۲ تنه وسله وال وژل شوي او ۱۸ نور ژوبل دي.

په غزني کې د تندر قول اردو د درېيمې لوا وياند نظيف سلطاني وايي، له پرون راهيسې له وسله والو سره په جګړو کې د وسله والو دوولس موټرسايکلونه، چاودېدونکي توکي، سپکې او درنې وسلې هم سرتېرو ته ورپاتې شوې دي.

دی وايي، لا هم عمليات روان دي او تر هغه وخته به دوام وکړي، چې سيمه له وسله والو نه وي پاکه شوې.

"په تېرو څلرويشتو ساعتونو کې، له پرون راهيسې، په جګړو کې ۳۲ تنه وسله وال وژل شوي، ۱۸ تنه نور ژوبل دي او په دې سربېره، په سيمه کې خښ کړل شوي ۱۷ کړۍ ماينونه هم موندل شوي او شنډ کړل شوي دي."

له پرون راهيسې په دغو نښتو کې درې تنه د ملي اردو سرتېري هم ژوبل شوي دي.
طالبان خپلې غاړې ته ور اوښتې مرګ ژوبله نه مني، خو دا مني چې جګړه اوس هم روانه ده.
ذبيح الله مجاهد چې ځان د طالبانو وياند بولي، وايي، په دغو جګړو کې يې درې تنه ملګري وژل شوي، پنځه تنه يې ژوبل شوي او د پنځو تنو کليوالو ژوبلېدل هم مني.

مجاهد وايي، په نښتو کې يې ۱۶ تنه سرتېري وژلي، ټانکونه او موټرونه يې ورويجاړ کړي او په دې سربېره يې ورڅخه وسلې هم نيولې دي.

تېره ورځ هم په دغه سيمه کې د سرتېرو او طالبانو تر منځ په نښته کې درويشت تنه وسله وال وژل شوي او ديارلس تنه نور ژوبل شوي وو.
XS
SM
MD
LG