د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې څوارلس مشکوک وسلوال نیول شوي


د خوست ولایت چارواکي وايي، چې په دې وروستیو کې د یاد ولایت د ملي امنیت منسوبینو د بیلابیلو عملیاتو په لړ کې څوارلس مشکوک وسلوال له ډېر شمېر وسلو او مهماتو سره یو ځای نیولي دي.

د خوست ولایت چارواکي وايي، چې په دې وروستیو کې د یاد ولایت د ملي امنیت منسوبینو د بیلابیلو عملیاتو په لړ کې څوارلس مشکوک وسلوال د ډېر شمېر وسلو او مهماتو سره یو ځای نیولي دي.


نوموړو چارواکو د چهارشنبې پر ورځ دا هم وویل، چې د ملي امنیت د منسوبینو په یادو عملیاتو کې د سلو څخه زیات د مرمۍ ضد واسکټونه، خولۍ او نور لباسونه هم ترلاسه شوي دي.
د خوست ولایت د ملي امنیت ریاست د توقیف خانې په انګړ کې د رسنیو خبریالانو ته څوارلس مشکوک وسلوال وښودل شول، چې د نیول شویو وسلو او مهماتو د اوږده میز تر شاه ودرول شوي ول.

د خوست د ولایت مقام ویاند مبارز محمد ځدراڼ د نیول شویو مشکوکو وسلوالو او نیول شویو وسلو او مهماتو په تړاو مشال راډيو ته وویل، چې نیول شوي مشکوک کسان هغو وسلوالو ډلو پورې تړاو لري، چې په خوست او افغانستان کې د حکومت او نړیوال ایتلاف پر ضد جګړه کوي.
د ده په وینا د ملي امنیت ادارې په پوځي عملیاتو کې د وسلوالو څخه څلور عرادې سراچه موټرونه، یو عراده د چاودیدونکو توکو ډک هینو موټر او څلور عرادې موټرسایکلونه هم نیول شوي دي:

((د خوست ملي امنیت تکړه او بیداره ځواکونه یو ځل بیا په دې توانیدلي، چې د خوست په مرکز او ولسوالیو کې د کره او موثقو راپورنو پر بنسټ باندې عملیات ترسره کړي، چې په نتیجه کې يې شاوخوا څوارلس نفره د وسلوالو مخالفینو سره د تړاو په تور کسان نیول شوي، په مجموع کې هغه ډلې چې په افغانستان کې جنګیږي، یا خوست کې جنګیږي، دوی په هغو پورې تړاو لري.په دغو کې داسې کسان هم شامل دي، چې دغو د ځانمرګو بریدونو د ترسره کولو له پاره د ماینونو د اېښودولو له پاره او د نورو مخامخ بریدونو له پاره دوی روزنه ترلاسه کړې وه او غوښتل يې، چې په همدې موخه خپل پلانونه تطبیق کړي، د دغو ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې څلور سراچه موټر، یو هینو موټر چې په دې کې هم چاودیدونکي مواد ځاب پرځای شوي وو، تر څنګ يې څلور عرادې موټر سایکلونه هم د دغو مخالفینو څخه ترلاسه کړي دي.))

د خوست د ولایت مقام ویاند او مطبوعاتي مسوول مبارز محمد ځدراڼ وړاندې وویل، چې په دې عملیاتو کې یو شمېر وسلې چې په ترهګریزو بریدونو کې ورځني کار اخیستل کیږي او د مرمیو ضد واسکټونه او خولۍ هم د ملي امنیت منسوبینو نیولي دي:

((۹۹ میله بیلابیل ډوله تفنګچې چې په دې کې ټي ټي، میکروف او یو شمېر نورې ایټالوۍ تفنګچې شاملې دي، دا هم د دغو ځواکونو لاسته ورغلي، ۳۵۴۰ فیره د بیلابیل ډوله سلاح هغه مهمات هم لاسته راغلي، چې تاسو يې دلته عملاً ګورئ، تر څنګ يې څو پایې مخابرې هم نیول شوي دي، ولې د دې ترڅنګ یوه بله مهمه لاسته راوړنه چې ده، هغه داده، چې د سلو څخه زیات د مرمۍ ضد واسکټونه، د مرمۍ ضد خولۍ او په همدې توګه ډېر لوکس او پرمختللي بوټونه چې دا ټول مکمل لباس شمېرل کیږي، دغه د ملي امنیت د بیدارو ځواکونو له خوا د یو دقیق راپور په واسطه لاسته راغلي دي، له دې وسایلو او وسلو څخه د دولت وسلوال مخالفین په ترهګریزو بریدونو او جګړو کې استفاده کوي.))

د یادونې وړ ده، د خوست ملي امنیت ادارې څه موده وړاندې هم په ترهګریزو بریدونو کې د دولسو مشکوکو وسلوالو د نیول کیدو خبر ورکړی وو.
XS
SM
MD
LG