په ننګرهار کې چارواکي وايي، افغان ځانګړو ځواکونو د بهرنیو ځواکونو په همکارۍ نن سهار (چارشنبه) شاوخوا نهه بجې د نازیانو ولسوالۍ په سرحدي لوړو څوکو یو شمېر وسله وال په نښه کړي او له الوتکو یې په راکټي بریدونو ویشتي دي.
د ننګرهار ولایت ویاند احمد ضيا عبدالزي مشال راډيو ته وویل:
" نن سهار د نازیانو ولسوالۍ په سرحدي لرو سیمو کې څلور تنه وسله وال مخالفین لومړی له فضا په نښه شول او بیا له الوتکو په راکټي بریدونو وویشتل شول"
بلخوا د نازیانو ولسوالی قومي مشر ملک سهېل وايي د چارشنبې ګهیځ د نازیانو ولسوالۍ اړوند د ډیورنډ کرښې په سرحدي نقطو کې د درب سر، نښتر ناو، چورچوڼو تنګی او میلوې خولې په سیمو کې هوايي الوتکو بمبار کړی، خو د تلفاتو په اړه معلومات نه لري، د ده په خبره په سیمه کې بې پایلټه او جنګي جېټ الوتکې الوځي.
د ویلو ده، چې دا د نازیانو هغه سیمې دي، چې له یو څه مودې راهیسې د امارت طالبانو او د لشکر اسلام وسله والې ډلې یو بل ته مورچې نیولې.
تر اوسه وسله والو طالبانو د دې هوايي بریدونو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.