د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: د ښځو د حقونو د اعادې غونډه


د ښځو د حقونو په وړاندې د ستونزو د له منځه وړلو تر سرليک لاندې د جلال اباد ښار په يوه مقامي هوټل کې يو ورځينی کنفرانس د دوشبنې يا ګل په ورځ تر سره شو.

د ښځو د حقونو په وړاندې د ستونزو د له منځه وړلو تر سرليک لاندې د جلال اباد ښار په يوه مقامي هوټل کې يو ورځينی کنفرانس د دوشبنې يا ګل په ورځ تر سره شو.


دغه کنفرانس د افغانستان د بشر د حقونو او ديموکراسۍ دفتر او په ختيځ کې د افغانستان د مدني ټولنو او بشري حقونو شبکې په ګډه د جلال اباد ښار په يوه مقامي هوټل کې جوړ کړی و. په دغه کنفرانس کې ګڼ شمير د بشري حقونو او مدني ټولنو فعالانو برخه اخيستې وه چې د يوې ټولپوښتنې په ترڅ کې يې خپل نظريات وړاندې کړل.

په ختيځ کې د افغانستان د مدني ټولنو او بشري حقونو د شبکې مشر ډاکتر نعمت الله همدرد د ياد کنفرانس په اړه مشال راډيو سره په خبرو کې وويل:

« هغه مختلفې ستونزې چې په سيمه کې شته، په هغو مشکلاتو موږ نن يو کنفرانس رابللی. موږ چې نن کوم ټولپوښتنه لرو، غواړو چې د ګډونوالو نظريات راټول کړو چې تر څو موږ خپل اصلي هدف ته چې د قانون په مسوده باندې کار کول دي، چې په مختلفو موضوعاتو چې ما پرې بحث وکړو، دغه ستونزې رابرڅېره شي، تر څو موږ وتوانيږو هغه ستونزې چې د ښځو په وړاندې پرتې دي د حل لارې چارې راپيدا کړو. »

د مدني ټولنو يوه فعاله ميرمن او د ننګرهار پوهنتون استازه معوضه عزيزي مشال راډيو سره په خبرو کې هغه ستونزې په ګوته کوي چې په افغانستان کې ورسره ښځې لاس او ګريوان دي.

« تعليم ته د نه لاسري ستونزي دي، په کورنيو کې د غړو تر منځ نامساواتونه دي، جبري ودونه دي، ولورونه دي، بې وخته ودونه دي، په بدو کې ورکول دي، ماشومانې ورکول دي، دغه عمده ستونزې دي چې ښځې ورسره لاس او ګريوان دي، خو له نيکه مرغه دغه دودونه اوس د پخوا په نسبت کم شوي دي.»

د مدني ټولنو يو تن فعال بادام ظريفي وايي چې که بشري حقونو فعالان د ښارونو پر ځای کليو کې خپل فعاليتونه پيل کړي، اغيز به يې ډير وي.

« زموږ په دې ملک کې چې ډيره خرابي راغلې ده، هغه دا دا چې دلته ټول کارونه په افراط راځي، دا جنګ چې روان دی په افراط روان دی. نو که تاسو د ښځو حقوق غواړئ، له دې ښار نه ووځئ، کليو ته لاړ شئ، بانډو ته لاړ شئ، هلته دا خپل تبليغ وکړئ. دا ښځې په حقوقو پوهې کړئ، هغه چا ته چې ضرورت د دې خبرې دی، هغه خلک دي چې هغه واقعاٌ چې دوی ورته وايي د خشونت لاندې دي.»

د بشري حقونو او ديموکراسۍ دفتر او د مدني ټولنو د بشري حقونو شبکې چارواکي وايي چې دوی به د کنفرانسونو له لارې په بيلابيلو ولايتونو کې د مدني او بشري حقونو د فعالانو نظريات راټولوي، بيا به يې د يوې مسودې په شکل پارلمان ته وړاندې کوي چې د خلکو د نظرياتو په رڼا کې د ښځو د حقونو په وړاندې پرتې ستونزې، د قانون په چوکاټ کې ځای کړي، چې په راتلوونکي کې د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي کچه راکمه کړی شي.
XS
SM
MD
LG