د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغان ټاکنو دویم پړاو د جون پر ۱۴ مه

د افغانستان انتخاباتو خپلواک کميسیون مشر ډاکټر يوسف نورستانی
د افغانستان انتخاباتو خپلواک کميسیون مشر ډاکټر يوسف نورستانی

د افغانستان انتخاباتو خپلواک کميسیون وايي، د ولسمشريزه ټاکنو په لومړي پړاو کې هېڅ يوه نوماند (کاندید) د ګټلو لپاره لازمي رايې ترلاسه نکړای شوای، نو ځکه به اوس د جون پر څوارلسمه د دویم دور انتخابات کيږي.

نن په کابل کې د کميسیون مشر ډاکټر يوسف نورستاني په يوه خبري کانفرنس کې د لومړي پړاو حتمي نتيجې اعلان کړې.

نوموړي وويل په لومړي پړاو کې ډاکټر عبدالله عبدالله پنځه څلويښت او ډاکټر اشرف غني احمدزي یو ديرش اعشاريه شپږ فيصده رايې ترلاسه کړې دي.

د ده په وينا هېڅ يو اميدوار ونه توانېدلی چې د ګټلو لپاره پنځوس فیصده جمع يو لازمي رايې ترلاسه کړي.

نوموړي وویل، په دویم پړاو کې به د ډاکټر عبدالله او ډاکټر اشرف غني تر منځ سیالي وي. د ده په خبره د دویم پړاو ټاکنو لومړنۍ نتېجې به د جولايي پر دویمه او ورستۍ هغه به یې د همهغې مياشتې پر ۲۲مه نېټه اعلان شي.

ښاغلي نورستاني زياته کړه چې په انتخاباتو کې اوه میليونه کسانو رايې ورکړې چې پکې څلورشپېته فيصده نارينه او شپږ دېرش فيصده يې ښځي وې.
XS
SM
MD
LG