د لاسرسي ځای

تازه خبر

"پنجابيان يې خپلو کورونو ته نه ورپرېږدي"


د ګيلان اوسېدونکي وايي، دا مهال د خلکو په کورونو کې د ځای پر ځای شويو وسله والو لويه برخه پاکستاني پنجابيان دي چې د خلکو په زاريو هم نه پوهېږي.

څو ورځې وړاندې د غزني په ګيلان ولسوالۍ کې د ملي اردو سرتېرو د طالب وسله والو پر ضد عمليات پيل کړل چې پکې د چارواکيو په خبره، يو سل او څلور اويا تنه وسله وال ووژل شوي او يو سل او څلور دېرش نور ژوبل شول. اوس د سيمې بې ځايه شوي اوسېدونکي وايي، لا يې په کورونو کې وسله وال پاتې دي او دوی خپلو کورونو ته نه ورپرېږدي.



څو ورځې چې لا هم په ګيلان کې د طالبانو پرضد عمليات پای ته نه وو رسېدلي، د سيمې اوسېدونکيو ادعا کوله چې وسله والو يې په کورونو کې مرچې نيولې دي او د دوی له کورونو پر سرتېرو ډزې کوي، له همدې امله د سيمې سلګونو اوسېدونکيو خپلې جونګړې تر شا پرېښودې او نورو سيمو ته يې پناه يووړه، خو دا مهال چې عمليات پای ته رسېدلي، لا هم بې ځايه شوي وګړي، خپلو کورونو ته نه شي ستنېدلای.

د عملياتو له سيمې بې ځايه شوي خلک وايي، وسله والو يې اوس په کورونو کې مرچې نيولې دي او دوی ته يې خبرداری ورکړی دی چې که خپلو کورونو ته ورستانه شي نو و به وژل شي.

دوی وايي، دا مهال د خلکو په کورونو کې د ځای پر ځای شويو وسله والو لويه برخه پاکستاني پنجابيان دي چې د خلکو په زاريو هم نه پوهېږي.

د سيمې د خلکو په خبره، کروندې يې په وچېدو دي او په سترګو ويني چې د کال خواري يې اوبه وړي، خو وايي، نه شي کولای خپلو مېنو ته ورستانه شي.

د ګيلان ولسوالۍ د حسن کلي اوسېدونکی حاجي عبدالعلي وايي، په جګړه کې په نړېدلي کور کې يې اوس وسله والو مرچې جوړې کړې دي او ده ته يې خبر ورلېږلی چې بېرته دې سيمې ته ستنېږي.

دی وايي، وسله والو ورته ویلي چې هغوی د نورو عملياتو لپاره يو ځل بيا د دوی کورونه د مرچو په توګه کاروي، ځکه خو بايد د کورونو څښتانان سيمې ته ستانه نه شي، کنې نو و به وژل شي.

"خلک ټول مهاجر شول نورو ولسواليو ته ولاړل، عمليات ختم شول خو اوس هم د کورونو پر بامونو پنجابيان پراته دي. هغوی وايي، بيا عمليات پيل کېږي او دوی به بيا د تېر ځل په څېر ورسره جګړه کوي، ځکه خو موږ نه ورپرېږدي. پنجابی وايي، چې زه وژل کېږم، نو ته خو دې په سر کې ووژل شې."

د سيمې يو بل اوسېدونکی فضل هادي هم همدې ستونزې په مخه کړی او د بې‌کورۍ ژوند ستړی کړی.

"کښت، کروندې، مالونه او هر څه مو ختم شول. پنجابيان روغ جوړ پاتې دي او اوس يې هم زموږ کورونه نيولي دي، اوس خو لا دا دی موږ هم بېرته نه ورپرېږدي، حيران يو چې څه وکړو."

د حاجي غلام سخي په نامه د ګيلان بې ځايه شوی اوسېدونکی وايي، په يوه بله لاره به خپل کلي ته ستانه شوي وای او هلته به يې کېږدۍ درولې وای، خو وايي، وسله والو ټولې لارې هم په ماينونو ډکې کړې دي.

دی وايي، ټوله سيمه د بېلابېلو هېوادونو جګړه‌مارانو په سر اخيستې ده.

"پنجابيان هم پکې دي، عرب هم پکې دي، ګډوډ دي. چې ورته وګورې سړی چرت ورته يوسي چې دا له کومه راغلي او د کومو سيمو خلک دي. په موټر سايکلونو سپاره وي، توسان يې ورباندې تړلي وي، ګرد ورد په کليو کې ګرځي، اوس يې لا لارې هم په ماينونو پسې ډکې کړې دي."


د ۲۰۳ تندر قول اردو د درېيمې لوا قومندان غلام حيدر خان وايي، باوري دی چې دغه وسله وال به د عملياتو پر مهال غرونو ته تښتېدلي وو او اوس بېرته راکښته شوي دي.

دی وايي، که د خلکو په کورونو ننوتي وسله وال اوس هم د خلکو کورونه خوشې نه کړي، نو ځانونه به ورباندې ووژني.

"د عملياتو پر مهال موږ سيمه سمه تلاشي کړه، دوی لکه چې هغه مهال غرونو ته تښتېدلي وو او اوس بېرته راکښته شوي دي. په عملياتو کې وسله والو ته درانه تلفات واوښتل چې پکې ښه پرېمانه پنجابيان هم وو، خو موږ به د دغو کسانو پر ضد بيا عمليات وکړو او دا ځل به يې سم له پښو وغورځوو. د سيمې اوسېدونکي له وسله وال سخت په عذاب وو، کله چې هلته موږ د طالبانو پر ضد عمليات وکړل، دوی په ښه توګه زموږ هرکلی وکړ او مرسته يې هم راسره وکړه."
XS
SM
MD
LG