د لاسرسي ځای

تازه خبر

غزني: په عملياتو او چاودنه کې ۱۵ وسله والو ته مرګژوبله اوښتې


د ملي اردو سرتېرو له یکشنبې راهيسې د اندړو ولسوالۍ په خانې کلا، دليل او دلبر سيمو کې د طالب وسله والو پر ضد عمليات کړي دی چې پکې اووه تنه وسله وال وژل شوي او پنځه نور ژوبل دي.

د غزني په اندړو ولسوالۍ کې د طالبانو پر ضد عمليات شوي دي چې پکې دوولس تنه وسله وال مړه او ټپيان شوي دي. بله خوا بيا د دغې ولسوالۍ په شهباز سيمه کې پر وسله والو خپل ماين ورچاودېدلی دی چې پکې درې تنه ماين ښخوونکي وژل شوي دي.


د ملي اردو سرتېرو له یکشنبې راهيسې د اندړو ولسوالۍ په خانې کلا، دليل او دلبر سيمو کې د طالب وسله والو پر ضد عمليات کړي دی چې پکې اووه تنه وسله وال وژل شوي او پنځه نور ژوبل دي.

په وژلو شويو وسله والو کې پاکستانيان هم شامل دی.

د ۲۰۳ تندر قول اردو د درېيمې لوا وياند نظيف الله سلطاني وايي، دغه عمليات لنډ مهالي دي او مشري يې د ملي اردو سرتېري کوي.

دی وايي، په پرونيو نشتو کې د وسله والو وسلې، چاودېدونکي توکي او موټر سايکلونه هم سرتېرو ته ورپاتې شوي دي.

«پرون د اندړو ولسوالۍ په خانې کلا، دليل او ځينو سيمو کې د طالب وسله والو پر ضد لنډ مهالي عمليات پيل شول چې تر ماښام پورې پکې اووه تنه وسله وال وژل شوي او پنځه نور ژوبل دي.»

بلخوا بيا غزني ښار ته څېرمه په شهباز سيمه کې درې تنه وسله وال د خپل ماين په چاودنه کې وشول شوي دي.

چارواکي وايي، دغو وسله والو د سړک پر غاړه ماين ښخاوه، چې پر دوی ورچاودېدلی او درې واړه يې وژلي دي.

تر اوسه پورې لا طالب وسله والو نه د عملياتو او هم نه د چاودنې په اړه څه ویلي دي.

پرون (یکشنبه) هم د اندړو په ابراهيم خېلو کې د عامو وګړو پر موټرو دوه پرلپسې چاودنې شوې وې چې پکې دوه تنه وژل شوي او څلور نور ټپيان وو.
XS
SM
MD
LG