د لاسرسي ځای

تازه خبر

متحده عرب اماراتو افغان طالب مشر معتصم آغا جان خوشې کړ


معتصم آغا جان
معتصم آغا جان

اژانس د يوې سرچينې له قوله زياتوي چې آغا جان ته ويل شوي چې يا خو دې کابل ته لاړ شي، او يا که په اماراتو کې پاتې کېدل غواړي نو له سياسي هلو ځلو او غونډو دې لاس واخلي.

يو افغان چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط نن مشال راډيو ته د خبر پخلی کړی دی. بلخوا افغان اسلامک پرېس راپور ورکوي چې آغا جان په دې شرط خوشي شوی چې نور به له سياسي هلو ځلو څخه ډډه کوي.


اژانس د يوې سرچينې له قوله زياتوي چې آغا جان ته ويل شوي چې يا خو دې کابل ته لاړ شي، او يا که په اماراتو کې پاتې کېدل غواړي نو له سياسي هلو ځلو او غونډو دې لاس واخلي.

د طالبانو استازی معتصم اغاجان له څو ورځو راهیسې په اماراتو کې تری تم شوی و. ټاکل شوې وه چې د افغانستان د سولې د عالي شورا یو پلاوی له نوموړي سره د خبرو اترو لپاره اماراتو ته ولاړ شي خو مخکې تر دې چې دا سفر وشي، اغا جان په په اماراتو کې ورک شو. هغه وخت د سولې عالي شورا تاييد کړې وه چې نوموړی د متحده عرب اماراتو حکومت نظر بند کړی دی.

افغان چارواکو څو ورځې وړاندې مشال راډيو ته ويلي ول چې د اماراتو له حکومت سره په تماس کې دي تر څو د نوموړي خوشي کولو ته لاره هواره کړي.

XS
SM
MD
LG