د لاسرسي ځای

تازه خبر

روان کال د افغانستان لپاره تاریخي حیثیت لري


ګلوبل پوسټ ویب پاڼه په خپل یو راپور کې لیکي : د افغانستان ولس د نوي ولسمشر په انتظار دی. دغه انتخابات د اپریل په پنځمه نیټه ترسره شول. په روان کال کې په دغه هیواد کې یو شمیر مهم کارونه روان دي، چې یو پکې ددسمبر ترپایه د نړیوالو عسکرو وتل هم دي.


په دغه هیواد کې امریکایې ، نیټو او ایساف ګن شمیر ځواکونه او د دوی جنګي سامانونه پراته دي، چې د دغو ټولو ویستل یوه لویه پروژه ده، چې تر اوسه د جنګي سامانونو او عسکرو د یو هیواده د ویستلو دا یوه تر ټولو لویه منصوبه ده، چې د روان کال تر پایه پورې باید سر ته ورسول شي.

په دې عمل کې لومړی په زرګونه هغه نړیوال عسکر دي، چې له دغه هیواده به خپلو ملکونو ته د یوې اوږدې مودې وروسته ستنیږي. دا وخت یو پنځوس زره او یو سل د ایساف عسکر دي، چې د ۴۸ هیوادونو سره تعلق لري. په ۲۰۱۱م کال کې دغه شمیره یو لاک او څلویښت زره وه. دا وخت په دې کې پنځه داسې هیوادونه دي، چې ترټولو زیات عسکر په افغانستان کې لري. لومړی امریکا ده، چې درې دیرش زره پنځه سوه عسکر لري، برتانیه پنځه زره دوه سوه، جرمني دوه زره اوه سوه دیرش ، اټلي دوه زره نولس، اردن یو زر او شپږ شپیته، او رومانیه یو زر یویشت عسکر لري.

په دویم نمبر په افغانستان کې د اتحادي ځواکونو اډې بندول او د دغو واک افغان عسکرو ته د سپارلو کار دی. په دغه هیواد کې مخکې اته نیم سوه داسې اډې وې چې نړیوالو عسکرو کارولې، او اوس دغه شمیره نوي ته راکوزه شوې ده.

ایساف وایي دوی د دغو اډو د خالي کولو کار پیل کړی، د دغو نه سامانونه ، ټینکونه او درنې وسلې یا خو به نړیوالو هیوادونو ته بیرته لیږل کیږي، یو ه اندازه به یې افغان ځواکونو ته ورکول کیږي، څه به په ګاونډې هیوادونو خرصول کیږي، او څه به ناکاره کولی شي.

دریم دا چې هر یو هیواد به خپل ګاډي او سامانونه پخپله خپلو هیوادونو ته رسوي. په دې عمل کې بل مهم پړاو د لارو استعمال دی، چې پر کومو لارو به دغه سامانونه له افغانستانه ویستل کیږي. د دې کار لپاره سمندري ، هوایي او زمکنۍ ټولې لارې استعمالیدای شي. او زیات امکان دی چې د ګاونډيو هیوادونو سمندري لارې د دې کار لپاره و کارول شي.

ګلوبل پوسټ لیکي: جنوبي اړخ ته د پاکستان کراچۍ ښار د دې کار لپاره استعمالیدای شی. امریکا افغانستان ته د خپلو سامانونو ۴۲ فیصدي برخه د کراچۍ لخوا لیږلې، که څه هم په دغه لاره خطرې شته، او پاکستان په څو څو وارې دغه لاره بنده کړې هم ده، خو په اقتصادي لحاظ دا تر ټولو ښه پریوځي. بله لار یې شمال اړخ ته راځي ، او په دغه صورت کې د نړیوالو هیوادونو جنګي سامانونه د کرغزستان، تاجکستان، قزاقستان ، ازبکستان ، ترکمنستان او روس لخوا لیږل کیدای شي.

څه سامانونه د هوایې لارو هم نیغ په نیغه خپلو هیوادونو ته استول کیدای شی، دا تر ټولو تیزه او هم تر ټولو ګرانه لاره ده.

په دې ټول عمل کې یوه مسله د امریکا او افغان حکومت تر منځ د امنیتی تړون لاس لیک هم ده، ځکه چې دا لا نه ده مالومه چې څومره نړیوال عسکر به په دغه هیواد کې پاتې شي، او که نه ټول به ویستل کیږي.
XS
SM
MD
LG