د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسمشر کرزي په کندهار کې د ۱۵ ولسي وکړو وژنه غندلې


افغان ولسمشر حامد کرزي په کندهار ولایت کې د سړک د ماین په چاودنه کې د ولسي خلکو وژل غندلي دي او دا یې د وطن د دښمنانو کار بللې دې.

افغان ولسمشر حامد کرزي په کندهار ولایت کې د سړک د ماین په چاودنه کې د ولسي خلکو وژل غندلي دي او دا یې د وطن د دښمنانو کار بللې دې.


د کندهار یو مطبوعاتي چارواکي دواخان مینه پال بیګا ماښام رسنیو ته ویلي پرون د دوشنبې پر مازیګر د میوند ولسوالۍ د مانده په سیمه کې یو د مسافرو یوګاډی په سړک کې ښخ شوي ماین باندې ختلې چې په چاودنه کې یې ۱۵ عام کسان وژل شوي او د یوې میرمنې او یو ماشوم په ګډون څلور تنه زخمیان دي .


ویل کیږي چې په دې ګاډي سواره ټول کسان د ارزګان ولایت اوسیدونکې و .
XS
SM
MD
LG