د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست:پوهنې ریاست ته څلور پوړیزه وداني جوړیږي


د چهارشنبې پر ورځ د خوست د کمپلیکس په ساحه کې د پوهنې ریاست له پاره د نوې څلور پوړیزې ودانۍ د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

د چهارشنبې پر ورځ د خوست د کمپلیکس په ساحه کې د پوهنې ریاست له پاره د نوې څلور پوړیزې ودانۍ د بنسټ ډبره کېښودل شوه، د نوموړې ودانۍ لګښت، چې د نړیوال بانک او اکویپ په نوم د یوې مرستندویه موسسې له خوا ورکول کیږي، ودانیزې چارې به يې د یو کال په موده کې ترسره شي.


خوست والي عبدالجبار نعیمي د پوهنې ریاست له پاره د نوې ودانۍ د جوړولو د کار د پلیدنې په مراسمو کې مشال راډيو ته وویل، چې د دې ودانۍ په جوړولو سره به د معارف د اداري برخې ډېری ستونزې هوارې شي.

عبدالجبار نعیمي د اړوندو ادارو وغوښتل، چې د یادې ودانۍ، په ښه کیفیت جوړولو ته تر پایه پاملرنه وکړي او پرینږدي، چې د یو شمېر پخوانیو ودانیو په شان د دې ودانۍ کار هم بې کیفیته ترسره شي:

((د خوست په اداري کمپلیکس کې د معارف ریاست اداري تعمیر د بنسټ ډبره موږ کېښوده، په دې یوویشت میلیونه پنځه لکه افغانۍ لګښت راځي، دې ودانۍ ته د اکویپ موسسې او نړیوال بانک له خوا ورته بودجه ورکړل شوې ده، دا څلور پوړیزه وداني به انشاالله د یو کال په موده کې بشپړیږي، په دې سره به د معارف د ادارې د ودانۍ ستونزې رفع شي، زه امیدواره یم، چې د دې ودانۍ ښه په جدیت سره نظارت وشي او د ښه کیفیت په لرلو سره باید انشاالله دا تعمیر جوړ شي.))

خوست والي عبدالجبار نعیمي وړاندې وویل، چې پوهنې ریاست ته د نوې ودانۍ د جوړولو پیلول د یادې ادارې د هغو هڅو او کوښښونو یوه برخه ده، چې غواړي ټولو حلکومتي ادارو ته نوې او مجهزې ودانۍ جوړې کړي.

خوست د پوهنې رئیس بخته نور بختیار مشال راډیو سره په خبرو کې وویل، چې د پوهنې ډیری ادارې تر اوسه په پردیو ودانیو کې خپلې اداري چاري پر مخ بیایي، چې په دې سره به له یوې خوا ټول مامورین یو ځای شي او بل لوري ته به یو ښه اداري نظم رامنځته شي:

((موږ همدا اوس هم په پردیو تعمیرونو کې پراته یو، یو تعمیر د ولایتي شورا ده او بل تعمیر هم د ولایت مقام ده او دریم تعمیر مو خپل دی، دې تعمیر جوړولو سره به زموږ ډېرې ستونزې هوارې شي، ځکه په دې تعمیر کې درې دیرش اداري خونې دي او زموږ ټولې ستونزې ورسره حلیږي.))

د پوهنې ریاست یو تن مامور قمرخان کامران د نوې ودانۍ د کار پیلیدنه مهمه لاسته راوړنه بولي، خو زیاتوي، چې په دې یوې ودانۍ سره د پوهنې ټولې اړتیاوې نه پوره کیږي، هغه هیله وښوده چې په خوست کې به د پوهنې نورو اړتیاوو ته هم پوره پاملرنه وشي:

((د پوهنې ریاست د نوې ودانۍ د کار پیلیدل د معارف له پاره لویه لاسته راوړنه بولم، خو تر څنګ يې موږ باید په دې کار بسنه ونه کړو، چې ګواکې په همدې یوې ودانۍ سره به زموږ ټولې اداري او تخنیکي ستونزې حل شي، هیله مو داده، چې د معارف د پراخ تشکیل پر اساس نورې اړوندې ودانۍ او سالونونه هم جوړ شي، چې د معارف ټول ضرورتونه د خوست ښار په همدې لیرې سیمه کې حل شي او بیا زموږ ښوونکي او اداري مامورین دې ته مجبور نه شي، چې یو بل ځای ته منډې وهي.))

د یادونې وړ ده اداري کمپیلکس د خوست ښار په لویدیز لوري کې هغه ستره سیمه ده، چې دا مهال په کې شاوخوا اولس ودانۍ جوړې شوي، او تمه ده چې کرار، کرار به پاتو حکومتي ادارو ته هم په همدې سیمه کې نوې ودانۍ جوړې شي.
XS
SM
MD
LG