د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسمشر اشرف غني وايي پاکستان ته د سفر چمتو والی نیسي


افغان ولسمشر اشرف غني
افغان ولسمشر اشرف غني

له سعودي عربستان او چین نه پس د افغانستان ولسمشر اشرف غني به په نږدې راتلونکې کې د پاکستان څخه لیدنه وکړي.

اشرف غني پرون په کابل کې خبریالانو ته وویل چې پاکستان ته یې د یو کاري سفر په اړه چمتوالی روان دی.

(( پاکستان ته زما دکاري سفر په اړه چمتو والی روان دی. موږ غواړو چې لنډ مهاله ، منځ مهاله او اوږدمهاله پلانونه د یو منسجم کاري پلان دننه ترسره شي. ))

ولسمشر غني زیاته کړه چې په راتلونکو څو اونیو کې به د پاکستان د همکارۍ کچه څرګنده شي .

د اشرف غني د ولسمشر په توګه د لوړې کولو په مراسمو کې د هغه پاکستاني سیال ممنون حسین برخه اخیستې وه او تر هغې وروسته دپاکستان د وزیر اعظم د بهرنیو چارو صلاح کار سرتاج عزیز کابل ته تللی و. په دې سفر کې سرتاج عزیز د پاکستان د وزیر اعظم لخوا افغان ولسمشر ته د پاکستان د سفر بلنه هم ورکړې وه.

تیره اونۍ د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې تسنیم اسلم په خپله اونیزه غونډه کې ویلي وو :

(( هیله لرو ، پاکستان ته د افغان ولسمشر سفر به ډیر لرې نه وي، خو ددې سفر نه وړاندې به هم ځیني نور سفرونه ترسره کیږي. ))

ولسمشر اشرف غني پاکستان ته په داسې حال کې د تلو خبره کوي ، چې ګڼ افغان چارواکي لا هم د افغانستان په سوله کې ددې هیواد پر نیت شک لري.په اسلام اباد کې خبریال او کارپوه طاهر خان ددې سفر د اهمیت په اړه مشال راډیو ته وویل :

(( د ډاکټر اشرف غني زیاته توجه به اقتصادي تعلقاتو ته وي، هم په نړیواله کچه او هم د ګاونډیو هیوادونو سره. اشرف غني په دې ډیر ښه پوهیږي چې که ایران او پاکستان سره یې اړیکې ښې نه وې نو په راتلونکې کې ورته مشکلات جوړیدای شي. ))

طاهر خان زیاتوي چې د دواړو هیوادونو ترمنځ په پوله کړکیچ او د ترهګرۍ پرضد د شریکو ګامونو په اخیستلو هم ممکنه ده خبرې وشي.

XS
SM
MD
LG