د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د افغان کډوالو بېړیو ډوبېدو پېښو مخنیوی باید وشي'


له ترکیې رارسېدلي راپورونه وايي، چې د افغان کډوالو یوه بیړۍ د دوشنبې پر ورځ له اسانبوله اروپا ته روانه وه چې په تور سمندرګي کې ډوبه شوه.

د افغانستان ولسمشر اشرف غني احمدزي د ترکیې په تور سمندرګي کې د افغان کډوالو د یوې کشتۍ پر ډوبېدو خپګان ښودلی او د بهرنیو چارو وزارت ته یې دنده سپارلې چې د دغه ډول پېښو مخنیوي په موخه دې څېړنې پېل کړي.

د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال فایق واحدي د چهار شنبې پر ورځ ازادۍ راډيو ته وویل چې افغان ولسمشر د بهرنیو چارو وزارت ته هدایت کړی چې له ترکي چارواکو سره په ګډه دې د بېړۍ ډوبېدو پر پېښه لازمې څيړنې وکړي چې په راتلونکې کې دغه ډول پېښې تکرار نشي.

له ترکیې رارسېدلي راپورونه وايي، چې د افغان کډوالو یوه بیړۍ د دوشنبې پر ورځ له اسانبوله اروپا ته روانه وه چې په تور سمندرګي کې ډوبه شوه.

په استانبول کې افغان قونسل ذبیح الله حیدري ازادي راډيو ته وویل چې تر اوسه د ۲۶ تنو مړي موندل شوي دي.

د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې له دې پیښې ۶ تنه ژغورل شوي او د نورو مړو موندلو لپاره لټون دوام لري.

د دې وزارت ویاند سراج الحق سراج ازادي راډيو ته وویل، چې افغانستان ته د مړو لېږدولو لپاره اړین ګامونه اخیستل شوي دي:

"موږ د افغان ولسمشر د هدایت په اساس په دې اړه پوره چمتووالی لرو او کله چې څيړنې پای ته ورسېږي؛ موږ به ټول مړي افغانستان ته ولېږدوو."

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې په ډوبه شوې کشتۍ کې کې ښځې او ماشومان هم وژل شوي.

د ترکیې وزیر اعظم احمد داوود اوغلو له پېښې وروسته رسنیو ته ویلي چې د افغان کډوالو د مړینې پېښې د ترکانو زړونه داغلي دي.

داوود اوغلو وايي چې د غیرقانوني مهاجرت ستونزه نه یوازې د ترکیې، بلکې د ټولې اروپا او په ځانګړې توګه د مدیترانې سمندرګي غاړې هېوادونه ګډه ستونزه ده.

د ترکیې رسمي خبري اژانس ټي ار ټي مخکې هم راپور ورکړی و، چې د ترکیې او ایران په ګډ سرحد کې د سړې هوا له کبله درې تنه افغان کډوال مړه شوي ول او د هغوی مړي یې د ترکیې وان ایالت ته لېږدولي دي.

ټي ار ټي د ژغورل شویو افغانانو له قوله لیکلي چې له قاچاقبرانو سره یې د اوه زره یورو په بدل کې اروپا ته د تلو خبره کړې وه.

د پېښې د سیمې کب نیوونکي وايي، د افغانانو د سپرلۍ کشتۍ دولس میټره اوږدوالی لرلی او یوازې د لسو کسانو د لېږدولو وړتیا یې درلوده، خو د ډوبېدو پرمهال په کشتۍ کې تر څلوېښتو زیات کسان سپاره ول.

XS
SM
MD
LG