د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست: وزیرستانیو کډوالو سره دې د ژمنیو توکو مرستې وشي


د خوست ولایت چارواکي د افغان حکومت او د کډوالو په برخو کې د نړیوالو مرستندویه ټولنو په کلکه غواړي، چې د ژمي په رانږدې کېدو د هغه دیرش زره وزیرستاني کورنیو سره د سونګ همدارنګه خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې وکړي.

د خوست ولایت چارواکي د افغان حکومت او د کډوالو په برخو کې د نړیوالو مرستندویه ټولنو په کلکه غواړي، چې د ژمي په رانږدې کېدو د هغه دیرش زره وزیرستاني کورنیو سره د سونګ همدارنګه خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې وکړي، چې د یاد ولایت د ګلان کېمپ په ګډون يې د خوست په یو شمېر نورو سیمو کې اړولي دي.

چارواکي وايي، که چیرې سر له اوسه د وزیرستانیو کډوالو سره د مرستو غم ونه خوړل شي، نو په ځانګړي ډول د کډوالو سپین ږیري او ماشومان به د ژمي په سړه هوا کې د ناروغیو او نورو ګڼو ستونزو سره مخامخ شي.

د خوست د والي ویاند مبارز محمد ځدراڼ مشال راډيو ته وویل، سره له دې چې تر اوسه د وزیرستانیو کډوالو سره یوه اندازه مرستې شوې، خو ویشل شوې مرستې په هېڅ ډول د کډوالو له پاره بسنه نه کوي او د ژمي په نږدې کېدو د دوی اړتیاوې په ډېریدو دي:

((د وزیرستان څخه راغلو کډوالو سره د ولایتي ادارې، د خوست د ولس، مدني ټولنو، ملي سوداګرو او همدار راز د خوست د محلي ادارې په هڅونه د ملګرو ملتونو له خوا تر یوخ حده پورې مرسته شوې ده، چې زرګونو کورنیو ته رسیدلې ده، خو داچې د دوی شمېر خورا زیات دی، په دوی کې ډېر بې وزلې کورنۍ موجودې دي، نو پر همدې اساس توزیع شوي او رارسیدلې مرستې د دوی بسنه نه کوي او د دوی ټولې غوښتنې نه شي پوره کولای.))

د خوست د والي ویاند د وزیرستانیو کډوالو سره د بیړنیو ژمنیو مرستو اړتیاوې داسې په ګوته کړې:

((ولایتي ادارې یو ځل بیا د تېر په دوام د مرکزي وزارتونو، د ملګرو ملتونو د اړونده مرستندویه بنسټونو سره منظمې ناستې کړي او د دوی نه يې به رسمي ډول په کتبي توګه د مرستو غوښتنه کړې، چې د ژمي د رارسیدو نه وړاندې باید په مرکز او ولسوالیو کې ټول کډوالو کورنیو ته ژمني توکي برابر شي، خوراکي او غیر خوراکي توکي برابر شي او له دې سربیره يې باید د دوا او درملو له پاره سر له اوسه اماده ګي ونیول شي.))

مبارزمحمد ځدراڼ وویل، چې تر اوسه هم د وزیرستان څخه د کډوالو راتګ دوام لري، ده ګواښ وکړ که چیرې په دې اړه لازمه پاملرنه ونه شي، نو ښايي کډوال د ژمي په یخنۍ کې د ډېرو ستونزو سره مخامخ شي:

((په وزیرستان کې د راونو ناامنیو له کبله اوس هم خوست ته د کډوالو د کورنیو راتګ جریان لري، یوازې تېره اونۍ د وزیرستاني کډوالو درې نیم زره کورنۍ د خوست هغو بیلابیلو سیمو ته راغلي، چې هلته د دوی د ثبت او راجسټر اسانتیاوې موجودې دي، نو په همدې تړاو که سر له اوسه د مرکزي حکومت وزارتونه او د ملګرو ملتونو مرستندیه موسسې د دوی د ژمنیو توکو غم ونه خوري نو دا امکان لري، چې دا بې وزله کورنۍ به ژمي کې د ناروغیو سره مخامخ شي، او ژوند يې د لوږې له امله هم د ګواښ سره مخامخ شي.))

یاده دې وي، چې دا مهال په قبایلي سیمو کې د پاکستان د پوځ د عملیاتو له کبله د خوست بیلابیلو سیمو ته خواوشاه دیرش زره وزرستاني کورنۍ راکډه شوې، چې وخت په وخت د افغان حکومت او نړیوالو مرستندویه ټولنو له خوا ورسره مرستې کیږي، خو ځايي چارواکي د ژمي په سړه هوا کې د دې کډوالو د ستونزو ډېرېدو ته په انديښنه کې دي.

XS
SM
MD
LG