د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شمالي وزيرستان ولس د ناامنۍ پرضد احتجاج کړی دی


مفتي بیت الله د امن پاڅون په نامه احتجاجي غونډې غوښتنې وړاندې کوي.
مفتي بیت الله د امن پاڅون په نامه احتجاجي غونډې غوښتنې وړاندې کوي.

د شمالي وزیرستان په میرلي کې اتمانزی جرګې او ځايي خلکو د امن پاڅون په نامه احتجاجي غونډې پرمهال یو ځل بیا حکومت غږ کړی چې هلته دې امن پر ځای کړي.

د میرلي په څلور لاره کې د جنورۍ پر دویمه راغونډ شویو په زرګونه خلکو کې د سیاسي ګوندونو ځايي مشران او استازي، د بشري حقونو فعالان او عام ولس شریک وو.

د غونډې ویناوالو وویل، د وسلوالو او پوځ ترمنځ په نښتو کې په بیا بیا ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي.

دوی هغه غوښتنه بیا تکرار کړه چې حکومت او پوځ دې د عام ولس د ژوند او مال ساتنه باوري کړي او دوی دې په یوه او بله پلمه نور نه ځوروي.

د اتمانزی جرګې ویاند مفتي بېت الله مشال راډیو ته وویل چې د دوی لومړۍ او بنیادي غوښتنه دا ده چې حکومت یې په سیمه کې امن پر ځای کړي.

ده وویل چې له حکومتي او پوځي چارواکو سره یې په وار وار خبرې هم کړې دي او ځینې غوښتنې یې پوره شوې هم دي خو د ده په وینا، "د امن ټینګښت په اړه ولس مطمین نه دی."

په سیمه کې د عوامي نېشنل ګوند مشر ملک نثار علي خان مشال راډیو ته وویل چې دوی د دې لپاره راغونډ شوي چې له پوځ او وسلوالو دواړو غواړي چې "پر ولس رحم وکړئ."

نوموړي وویل، "وسلوال او پوځ دې له ابادۍ لرې پر یو بل بریدونه کوي، د دوی په نښتو کې تل عام ولس په نښه کېږي او هغوی ته مرګ ژوبله اوړي."

حکومتي او پوځي چارواکو د امن پاڅون په نامه د دې ولسي غونډې د غوښتنو په اړه څه نه دي ویلي خو تر دې وړاندې یې په وار وار ویلي چې دوی په سیمه کې د امن پر ځای ساتلو ته ژمن دي او د وسلوالو پرضد داسې هدفي عملیات کوي چې عام ولس ته پکې زیان ونه رسېږي.

د غوندې ګډوال
د غوندې ګډوال

په شمالي وزیرستان کې ۲۰۲۵م څنګه تېر شو؟

په شمالي وزيرستان کې په ۲۰۲۵ کال کې ګڼ هدفي، ځانمرګي او ډرون بریدونه وشول چې د خلکو په وينا د هغوی ژوند یې تريخ کړی وو.

د مشال راډيو ټولې کړې شمېرې ښيي چې د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه د دیسمبر تر ۲۸مې پورې په شمالي وزیرستان کې ۲۵ هدفي بریدونو شوې وو. د هغو ځينو حملو ذمه واري چا نه وه منلې او پولیسو یې راپورونه د نامعلومو کسانو پر ضد درج کړي وو. خو د ځينو نورو بریدونو ذمه واري تحريک طالبان پاکستان منلې وه.

په هغو حملو کې ګڼ ځوانان، سیاستوال، ديني عالمان او امنيتي ځواکونه په نښه شوي وو. البته دا شمېرې ښيي چې په ۲۰۲۵ کال کې په شمالي وزیرستان کې هدفي بریدونه د تېر، ۲۰۲۴ کال په نسبت کم وو. د مشال راډيو د ټولو کړيو شمېرو ترمخه، په ۲۰۲۴ کال کې د هدفي حملو شمېر ۳۷ وو.

پر دې سربېره، په ۲۰۲۵ کال کې په شمالي وزیرستان کې ۳ او بنو کې ۵ ځانمرګي بریدونه شوي دي چې ګڼ خلکو ته یې مرګژوبله اړولې ده. د ملي جمهوري غورځنګ د خیبر پښتونخوا مشر، ندیم عسکر د دیسمبر پر ۲۸مه، مشال ریډیو ته وویل چې دوی د تېرو کلونو په څير ۲۰۲۵ کال هم د امن لپاره په پرلتونو تېر کړ. خو د هغه په وينا د امنيتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ نښتو کې ولسي وګړيو ته مرګ ژوبله نه وه ودرېدلې.

د کاپټر ډرون حملې او مارټر ګولۍ د مرګژوبلې د اړولو نور لوی سببونه وو چې د شمالي وزیرستان د خلکو په وينا د دوی ژوند یې بې امنه کړی وو. په ۲۰۲۵ کال کې د ولسي وګړيو پر کورونو لسګونه ډرون او مارټر ګولۍ لوېدلې چې له وجې يې په لسګونو خلک وژل شوي او ژوبل شوي وو.

بلخوا په بنو کې هم ۲۰۲۵ کال د وسله والو او امنيتي ځواکونو ترمنځ نښتې زیاتې شوې وې. د بنو ډوېژن د پولیسو مشر وايي سجاد خان د دیسمبر پر ۲۴مه یوې خبري غونډې ته وويل چې په تېرو ۱۲ مياشتو کې کې "په بنو ضلع کې د ترهګرۍ په ۱۳۴ پېښو کې ۲۷ پولیس ووژل" شول.

سجاد خان زیاته کړه چې هغه سرتېري پر تاڼو، امنیتي پوستو او د پولیسو پر ګاډو په بریدونو کې وژل شوي. د نوموړي په وينا پر دې سربیره، ۷۹ سرتېري ژوبل شوي هم وو. نوموړي دعوه کړې چې تر بریدونو وروسته په ځوابي کارروایو، له وسلوالو سره په نښتو او د استخباراتي معلوماتو پر اساس په عملیاتو کې ۱۴۰ مشکوک وسلوال وژل شوي او ۱۶۳ ژوبل شول.

سجاد خان زیاته کړه چې په ۲۰۲۵ کال کې یې په بنو کې د استخباراتي معلوماتو پر اساس ټول "۱۶۳ عملیات کړي دي چې پکې یې ۱۰۵ مشکوک وسلوال نیولي دي".

تر اوسه کومې وسله والې ډلې د پولیسو د هغو دعوو په اړه څه نه دي ويلي. تحريک طالبان پاکستان او نورې وسله والې ډلې هم د کال په وروستئ میاشت کې د خپلو بریدونو شمېرې نشروي خو تر اوسه یې داسې څه نه دي خپاره کړي.

XS
SM
MD
LG