وسله والو د خیبر پښتونخوا په لکي مروت کې ۳ پولیس وژلي او په شمالي وزیرستان کې يو کاپټر ډرون برید ۴ کسان ژوبل کړي چې ۲ پکې د ژغورنې ادارې (رېسکيو ۱۱۲۲) غړي دي.
د لکي مروت پولیس يو چارواکي شاهد خان د جنورۍ پر څلورمه، مشال راډيو ته وويل چې سهار مهال وسله والو د نورنګ تاڼې په حدودو کې پر ټريفيک پولیسو برید وکړ. د هغه په وينا په وژل شويو د ټريفيک پولیسو انچارج، جلال خان او دوه نور سرتېري عزیزالله او عبدالله شامل دي.
د هغه په وينا بریدګر د پېښې له ځایه تښتېدلي دي. تر اوسه کومې وسله والې ډلې د دې حملې ذمه وارينه ده اخیستې.
بلخوا د میرلي حسوخیلو اوسیدونکو مشال راډيو ته ويلي چې د جنورۍ پر درېيمه، د یو شخصي سکول پر ودانۍ د کواډ کاپټر ډرون برید شوی. ځايياوسېدونکو شفقت داوړ، نثار علي خان او نورو مشال راډیو ته وویل چې په هغه پېښه کې د ښوونځي پرېنسيپل او څوکیدار ژوبل شوي دي.
د دوی په وینا وروسته د ریسکیو ۱۱۲۲ اهلکاران چې د ژوبل کسانو روغتون ته د انتقالولو لپاره هلته ورغلل چې د ډرون کاپټر د بل توغندي برید وشو. د هغوی په خبره، په دې حمله کې د ژغورنې هغې ادارې ۲ کسان ژوبل شول. ټول زخميان د میرلي روغتون ته وړل شوي دي.
له مشال راډيو سره په خبرو کې د استخباراتي ادارې يو چارواکي مشال راډيو ته وويل چې هغه کاپټر ډرون برید د وسله والو په نښه کولو په وخت، پر ولسي وګړو او د ژغورنې ادارې پر کسانو پرېوتی دی. البتهځايي انتظامیې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د میرعلي حسوخیلو اوسیدونکې سیاسي مدني فعال، شفقت داوړ مشال راډیو ته وویل چې له کلونو راهیسې د ډرون او مارټر ګوليو د ولسي وګړو ژوند تريخ کړی دی. هغه غوښتنه وکړه چې د ولسي وګړو د مرګژوبلې مخنیوی دی وشي.
د ملي جمهوري غورځنګ مشر محسن داوړ پر اېکس او فېسبوک د زخميانو تصویرونه خپاره کړي او ويلي یې دي چې هغه يو هدفي برید وو. نوموړي زیاته کړه چې برید په داسې حال کې شوی چې د ژغورنې ادارې غړيو نورو زخميانو سره مرسته کوله.
د جنورۍ پر دويمه، د شمالي وزیرستان په میرلي کې اتمانزو جرګې او ځايي خلکو د امن پاڅون په نامه احتجاجي غونډې پرمهال یو ځل بیا حکومت غږ کړی وو چې هلته دې امن پر ځای کړي. د میرلي په څلور لاره کې ورغونډو شويو په زرګونه خلکو کې د سیاسي ګوندونو ځايي مشران او استازي، د بشري حقونو فعالان او عام ولس شریک وو.
د غونډې ویناوالو وویل چې کواډ کاپټر ډورن بریدونو، هاوان توغنديوو، هدفي حملو او د وسلوالو او پوځ ترمنځ په نښتو کې په بیا بیا ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي. دوی هغه غوښتنه بیا تکرار کړه چې حکومت او پوځ دې د عام ولس د ژوند او مال ساتنه باوري کړي او دوی دې په یوه او بله پلمه نور نه ځوروي.
حکومتي او پوځي چارواکو د امن پاڅون په نامه د دې ولسي غونډې د غوښتنو په اړه څه نه دي ویلي خو تر دې وړاندې یې خپل دا دریځ تکرار کړی چې دوی په سیمه کې د امن پر ځای ساتلو ته ژمن دي او د وسلوالو پرضد داسې هدفي عملیات کوي چې عام ولس ته پکې زیان ونه رسېږي.