د لاسرسي ځای

تازه خبر

په شمالي وزیرستان او لکي مروت کې ۵ کسان وژل شوي

د لکي مروت پولیس د څار په حال کې - انځور له ارشیفه
د لکي مروت پولیس د څار په حال کې - انځور له ارشیفه

د خیبر پښتونخوا په شمالي وزیرستان او لکي مروتو کې په بېلا بېلو پېښو کې ۵ تنه وژل شوي او ۵ ژوبل دي.

د میرامشا پولیسو مشال راډیو ته په لېږلي بیان کې ویلي چې ناڅرګندو وسلوالو د مارچ پر اتمه د ګل ساخان په نامه ځوان په ډزو وژلی دی. بل پلو د لکي مروت پولیسو ویاند قدرت الله رسنیو ته ویلي چې په نورنګ سیمه کې د وسلوالو د برید پرمهال یو عام وګړی وژل شوی او یو پولیس ژوبل شوی دی.

دی وايي چې په یوه بله پېښه کې په منجیواله سیمه کې د امارچ پر اتمه د دوو کسانو داسې مړي غورځول شوي چې په ډزو وژل شوي وو. د لکي مروت پولیسو یو بل افسر د نوم نه ښودلو په شرط مشال راډیو ته ویلي چې وژل شوي کسان شادالله او محمد ادریس نومېږي او سره وروڼه دي. هغه زیاته کړې چې دوی په لکي مروتو کې د یو وسلوال کمانډر رفیع الله عرف سنګري وروڼه دي.

په دې وروستيوو کې د خیبرپښتونخوا په قبايلي او نيمه قبايلي سيمو کې امنيت خراب شوی دی. د مارچ په اوومه، په جنوبي وزیرستان او لکي مروتو کې چاودنو لږ تر لږه څلور تنه وژلي او ۲۶ ټپي کړي وو.

په همدې حال کې د مارچ پر نهمه، د شمالي وزیرستان د میرامشا تحصیلدار غني الرحمان وزیر مشال راډیو سره په خبرو کې ادعا کړې چې تېره شپه په غلام خان کې د افغان طالبانو له خوا پر پوله د برید په وخت یو توغندی پر یو کور لګېدلی دی. د هغه په وینا په دې پېښه کې یو ماشوم وژل شوی او څلور نور ماشومان ټپي شوي دي. تر اوسه په افغانستان کې د طالبانو حکومت په دې اړه څه نه دي ويلي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د فرورۍ له وروستیو راهیسې یو پر بل بریدونه دوام لري. د هغو نښتو له امله د ډيورنډ کرښې دواړو غاړو کې اوسېدونکو ولسي وګړو ته زیانونه اوښتي او ښوونځي بند شوي دي.

دا نښتې تر هغه وروسته پيل شوې چې د پاکستان حکومت يو ځل بیا پر طالبانو تور پورې کړی چې په افغانستان کې یې اسلام اباد مخالفو هغو وسلوالو ته پټنځایونه ورکړي دي چې په پاکستان کې حملې کوي. د طالبانو حکومت د پاکستان دا تورونه رد کړي او زياته کړې يې ده چې تحريک طالبان پاکستان او نورو ډلو وسلوال په افغانستان کې نه بلکې په پاکستان کې دننه فعالیت کوي.

XS
SM
MD
LG