د خیبرپښتونخوا د بنو پولیس ادعا کوي چې هلته د سرحدي ځواک (اېف سي) پر مرکز د وسلوالو په برید کې اته سرتېري ژوبل شوي دي.
د بنو پولیسو مشال راډیو او نورو رسنیو ته په لېږلي بیان کې ویلي دي چې د فبرورۍ پر ۲۰مه د شپې ناوخته د بنو په دریوبه سیمه کې د اېف سي ځواک پر مرکز وسلوالو ډرون کاپټر برید وکړ. په بیان کې راغلي دي چې د ژوبلو سرتېرو درملنه روانه ده او صحي وضعیت یې ښه دی.
که څه هم پولیس وايي چې ډرون برید وسلوالو کړی دی خو کومې وسلوالې ډلې تر دې مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.
په دې وروستیو کې پر پولیسو، اېف سي ځواک او پوځ بریدونه زیات شوي دي. د دې ترڅنګ پولیس دا ادعا هم کوي چې وسلوال پر ولسي خلکو هم ډرون بریدونه کوي.
تر دې وړاندې د فبرورۍ پر ۱۹مه د ټانک د ګومل په ډبره سیمه کې پر یو هوټل د ډرون برید په نتیجه کې لږ تر لږه پینځه کسان ژوبل شوي ول. د ټانک ضلعې پولیسو یوه چارواکي د نوم پټ ساتلو په شرط مشال راډیو ته وویل چې د فبرورۍ پر ۱۹مه ماخوستن مهال دا ډرون برید د وسلوالو لخوا ترسره شوی او په اړه یې د هغوی پلتڼې روانې دي.
کومې وسلوالې ډلې د هغه ډرون برید ترسره کولو پړه هم په غاړه نه وه اخیستې.
د ټانګ ځینو اوسېدونکو د فبرورۍ پر ۲۰مه مشال راډیو ته وویل چې حکومت د نا امنۍ په ختمولو او خلکو ته په تحفظ ورکولو کې پاتې راغلی دی.
د دې ترڅنګ د فبرورۍ پر ۱۶مه په بنو کې د پولیسو پر تاڼه برید کې دوه ولسي وګړي وژل شوي او ۱۴ ټپیان شوي ول. د بنو د پولیسو ویاند اصف حسن مشال راډیو ته ویلي ول چې برید د فبرورۍ پر ۱۶مه د میریان تاڼې پر مرکزي دروازه شوی دی.
د هغې پېښې ذمه واري هم چا نه وه منلې.
بنو د خیبر پښتونخوا یو له هغو سیمو ده چې له کلونو راهیسې پکې د ناامنۍ پېښې پرلپسې روانې دي او خلکو یې په وار وار پرضد احتجاجونه هم کړي دي.
د دې لړۍ تازه احتجاج د شمالي وزیرستان په میرلي کې د اتمانزیو هغه وو چې د فبرورۍ پر شپږمه پیل شوی او پر ۱۵مه پای ته رسېدلی وو.
دوی د پوځ او وسلوالو ترمینځ په نښتو کې ولسي وګړیو ته د رسېدونکو زیانونو پرضد پرلت وهلی وو چې بیا یې د دوی په وینا له حکومت سره د خبرو اترو تر بریالي کېدو وروسته پای ته رسولی دی.
د خیبر پښتونخوا د بېلا بېلو سیمو خلک په وار وار د احتجاجونو پرمهال تور پورې کړی دی چې امنیتي او جاسوسي ادارې هلته پر ناامنیو سترګې پټوي.
د دوی په وینا، چې کله د وسلوالو پرضد کارروايي کوي هم نو ولسي وګړو ته پکې پام نه کېږي.
خو د پاکستان حکومتي او پوځي چارواکو نه یوازې د شمالي وزیرستان بلکې د نورو سیمو په اړه هم په وار وار ویلي چې دوی د عام ولس د ژوند او مال ساتلو ته ژمن دي.