پولیس وايي، د بنو په ډومېل کې یې هغه ښځه خوندي ځای ته لېږدولې چې وسلوالو وهلې وه او پر ټولنیزو شبکو یې ویډیو خپره کړې وه.
د ډومېل د پولیسو تاڼېدار عصمت الله د مارچ پر پینځمه مشال راډیو ته وویل، هغه ښځه جمشېده نومېږي چې د چوټا خان (وړوکي خان) نرینه نوم یې ځان ته غوره کړی وو، د سړیو جامې به یې په تن کولې او له کوره بهر به ګرځېده.
دی وايي، وسلوالو هغه ښځه له همدې کبله نیولې او وهلې یې ده.
تر اوسه معلومه نه ده چې هغه ویډیو کله جوړه شوې خو پر ټولنیزو شبکو لاس په لاس کېږي چې پکې ځینې کسان یوه ښځه په لښتو وهي او هغه فریاد کوي.
پولیس د هغې ویډیو کره والی تاییدوي او وايي، پلټنې یې پیل کړې دي.
د ډومېل ځینو اوسېدونکو مشال راډیو ته وویل چې وسلوالو پر هغې تشدد کړی او په زور یې ورباندې منلې چې بیا به د سړیو په جامو کې بهر نه ګرځي.
کومې وسلوالې ډلې لا د پېښې ذمه واري نه ده منلې خو تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د مارچ پر پینځمه رسنیو ته په استولي بیان کې پکې ککړتیا رد کړې ده.
د خیبر پښتونخوا او افغانستان په ځینو سیمو کې کله نا کله د ځینو داسې کورنیو نجونه، چې پکې هلکان نه وي، د سړیو په جامه کې له کوره بهر وځي او کارونه کوي.
په بنو کې پر ښځې د تشدد پېښه پر داسې مهال شوې چې په تېرو څه باندې څلورو کلونو کې د جنوبي ضلعو په ګډون د خیبر پښتونخوا په مختلفو برخو کې ناامني خورا زیاته شوې ده او وسلوال وخت په وخت پر پولیسو، سرتېرو، حکومتي کارکوونکو، سیاستوالانو، دیني عالمانو، کاروباریانو، ولسي مشرانو، پخوانیو او خپلو مخالفو وسلوالو او فعالانو حملې کوي.
له بریدونو پرته په صوبه کې د خلکو تښتونې او په ټولنیز ژوند او فرهنګي چارو کې د وسلوالو مداخلې هم زیاتې شوې دي.
د فبرورۍ پر ۲۰مه په شمالي وزیرستان کې وسلوالو یو ځايي خبریال په دې تور نیولی وو چې د شوې سیمې د یوې ماشومې کرکټرې ایینې وزیرې یوه ویډیو یې جوړه او پر ټولنیزو شبکو خپره کړې وه.
د خیبر پښتونخوا او پاکستان حکومتونه او امنیتي ځواکونه وايي، د ترهګرۍ پرضد له مبارزې نه په شا کېږي او د وسلوالو پر وړاندې هدفي عملیات روان ساتي. پوځ او پولیس وخت په وخت په عملیاتو کې د مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوې کوي.