د شمالي وزیرستان د اتمانزيو جرګې مشرانو پرېکړه کړې چې له دې وروسته به نه د پاکستان له پوځ سره اړیکې ساتي او نه هم له وسلوالو سره او له دواړو به پرېکون کوي.
د اتمانزيو مشرانو دا پرېکړه د جنورۍ پر ۲۸مه په میرامشا کې د یوې جرګې پر مهال وکړه.
د اتمانزيو جرګې یو غړي او په شمالي وزیرستان کې د عوامي نیشنل ګوند یو مخکښ ملک نثار علي خان مشال راډیو ته وویل چې په سیمه کې د بدامنۍ له پرله پسې پېښو وروسته یې له مجبورۍ دغه پرېکړه کړې ده.
هغه زياته کړه، "موږ مجبوره شو چې له دواړو لوریو (پوځ او وسلوالو) بایکاټ (پرېکون) وکړو. موږ دواړو خواوو ته په وار وار منت او زارۍ کړې دي چې د یو بل پر ضد د جګړې پر مهال دې د ولس خوندیتوب ته پام وکړي خو هغوی د ولس غږ نه اوري."
د اتمانزيو جرګې په شمالي وزیرستان کې د بدامنۍ او د پوځ او وسلوالو ترمینځ په جګړه کې د ولسي خلکو د نخښه کېدو خلاف تر دې وړاندې هم په وار وار مظاهرې او پرلتونه کړي دي.
د جنورۍ پر ۲۸مه د شوې تازه جرګې پر مهال د اتمانزو جرګې پوځ او وسلوالو ته د فبرورۍ تر شپږمې نېټې وخت ورکړ چې جګړه دې له ابادۍ په ليرې پرتو سیمو کې وکړي.
دوی وايي، که داسې ونه شول نو د احتجاج په توګه به لارې وتړي او پنجاب ته به د ګیسو لېږدولو مخه ونیسي.
د اتمانزيو مشرانو د جرګې د تازه پرېکړې په اړه تر اوسه د حکومت او پوځ ترڅنګ د وسلوالو دریځ هم مخې ته نه دی راغلی.
تر دې وړاندې د شمالي وزیرستان انتظامي مشر (ډېپټي کمېشنر) محمد یوسف کریم او په سیمه کې د پاکستان د پوځ یو مشر مېجر عادل افتخار وړایچ د اتمازو جرګې له مشرانو سره په وار وار لیدلي او ورته یې د امنیت د ټینګښت باور ورکړی دی.
د پاکستان پوځ په بیا بیا ویلي دي چې د عملیاتو پر مهال د ولسي وګړو خوندیتوب ته پوره پام کوي.
له تېرو څلورو کلونو راهیسې د شمالي وزیرستان په ګډون د خیبر پښتونخوا په مختلفو برخو کې ناامني، وسلوال بریدونه او له امنیتي ځواکونو او پولیسو سره د وسلوالو نښتې خورا زیاتې شوې دي.
په همدې حال کې پوځ او د خیبر پښتونخوا حکومت وايي، په صوبه کې امنیت ته ژمن دي او د دې لپاره یې د وسلوالو پرضد هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی.