د خیبر پښتونخوا په بنو کې نامعلومو وسلوالو درې ځايي کسان وژلي او جسدونه یې پر سړک غورځولي دي.
پولیسو او ځايي خلکو مشال راډیو ته وویل چې د مارچ پر پینځمه ناوخته نامعلومو وسلوالو د بکاخېلو تاڼې په حدودو کې د رایدالله، شېر افضل او عرفان الله په نامه کسان په ډزو ویشتي دي.
پولیس وايي، د هغوی سرتېري پر وخت د پېښې ځای ته ورسېدل خو تر هغې نامعلومه وسلوال تښتېدلي ول خو دوی یې پر ضد پلټنې پیل کړې دي.
تر اوسه چا د دغو کسانو د وژلو ذمه واري قبوله کړې نه ده.
په بنو او ورڅېرمه شمالي وزیرستان کې تر دې وړاندې هم په هدفي بریدونو کې ولسي خلک وژل شوي دي چې ډېری وخت د دا ډول مرګونو مسولیت څوک نه قبلوي. په سیمه کې د مشال راډیو د خبریال د معلوماتو له مخې په ۲۰۲۶ز کال کې تر دې مهاله په شمالي وزیرستان کې څلور او په بنو کې ۱۵ هدفي بریدونه ترسره شوي دي. په دې بریدونو کې ځايي فعال ځوانان، قبایلي مشران او امنیتي سرتېري په نښه شوي دي.
تر دې وړاندې د مارچ په دویمه نېټه نامعلومو وسلوالو په بنو کې يو تن وژلی وو او ۴ کسان په یو ډرون برید کې ژوبل شوي ول. پولیسو د مارچ پر دويمه، رسنیو ته په لېږلي بیان کې ویلي ول چې وسلوالو بکاخېلو ته څېرمه په مهمند خېلو کې د اسد په نامه یو کس اول تښتولی او تر وژلو وروسته یې مړی پر سړک غورځولی دی.
د هغه برید مسولیت هم چا نه وو قبول کړی.
د بنو او شمالي وزیرستان خلکو په وار وار د ناامنۍ پرضد احتجاجونه کړي او امنیتي ادارې یې په دې تورنې کړې دي چې ګواکې د وسلوالو پرضد پرېکنده ګامونه نه اخلي. خو امنیتي چارواکو هم په بیا بیا دریځ وړاندې کړی چې د وسلوالو پرضد یې هدفي عملیات روان دي او دوی په سیمه کې د امن پر ځای ساتلو ته ژمن دي.