د شمالي وزیرستان د شیوې سیمې اوسېدونکې کرکټ لوبغاړې ایینې وزیرې تره منظور وزیر وايي چې هغه یې خوندي ځای ته رسولې ده.
نوموړي دا څرګندونې له هغه وروسته د فبرورۍ پر ۲۰مه مشال راډیو ته وکړې چې ناڅرګندو وسلوالو د هغې ویډیو جوړونکی زعفران وزیر بندي کړ.
منظور وزیر وویل، دغه ډول خنډونه يې د ورېرې حوصله نشي ماتولای او د ده په وینا، وزیره به د پاکستان د ښځو "د کرکټ ملي لوبډلې برخه جوړيږي."
منظور وزیر پر دې سربېره د ایینې وزیرې خوندي ځای ته د رسولو خبره کړې چې تر اوسه په ښکاره توګه هیڅ چا نوموړې ته دهړکه نه ده ورکړې.
دا له هغه وروسته ده چې ناڅرګندو وسلوالو زعفران وزیر د فبرورۍ پر ۲۰مه د څه وخت لپاره بندي کړی وو. نوموړي د وسلوالو له بنده یوه داسې ویډیو هم خپره کړې وه چې دی په یو کوټه کې ناست دی.
نوموړي په دې ویډیو کې ویلي چې نامعلومو وسلوالو دی ځکه تښتولی چې ده د کرکټ کوونکې ايينې وزيرې ويډيو یې جوړه کړې وه.
هغه وویل، "ما د ايينې وزيرې ویډيو ځکه جوړه کړې وه چې وړه نجلۍ وه او باولنګ يې خوند راکړ، خو ماته معلومه نه وه چې دا ويډيو به دومره مشهوره شي."
د شمالي وزيرستان د پوليسو مشر ډي پي او سجاد حسېن د فبرورۍ پر ۲۰ مشال راډيو ته وويل چې وسلوالو زعفران وزير په هم هغه ورځ ناوخته بیرته خوشی کړی دی.
د پولیسو مشر سجاد حسېن او زعفران وزیر دا نه دي ویلي چې وسلوال د کومې ډلې وو او نه هم تر اوسه کومې وسلوالې ډلې په دې اړه څه ویلي دي.
د ایینې وزیرې ویډیو له هغه وروسته لا پسې لاس په لاس شوه چې نومیالي پښتون سوداګر او د پېښور زلمي لوبډلې څښتن جاوید اپرېدي اعلان وکړ چې هغه به په خپله اکېډمۍ کې شامله کړي.
نوموړي لیکلي وو چې ایینه وزیره به د پېښور زلمي تر سیوري لاندې د مېرمنو په راتلونکي ښځینه لیګ کې شامله وي.
نوموړي زیاته کړې وه چې ایینې ته به د کرکټ په لوبه کې د پرمختګ او ځلېدو لپاره ټول اړوند وسایل ورکوي.
لس کلنه ایینه وزیره د شمالي وزیرستان د شیوې سیمې اوسېدونکې ده او په دې وروستیو کې یې له نورو ماشومانو سره د کرکټ لوبې هغه ویډیو پر ټولنیزو رسنیو زیاته مشهوره شوه چې دا پکې په ډېره ښه انداز بالنګ کوي.
د ایینې وزیرې د لوبې انداز د انګلستان د کرکټ ملي لوبډلې پخوانی کپتان او د کرکټ مشهور شنونکی مایکل وان هم متاثره کړی او هغه ورته پر ایکس پاڼه لیکلي چې "ډېر په زړه پورې."
یو پلو ګڼو خلکو د ایینې وزیرې ویډیو خپره کړې او د هغې د کرکټ لوبې انداز یې خوښ کړی او ستایلی وو نو بل پلو یې د وسلوالو له خوا د هغې د ویډیو جوړونکي نیول غندلي دي.
د نوموړې د کلي یو اوسېدونکي زاهد وزیر مشال راډیو ته وویل چې زعفران وزیر یوازې دومره کړي چې د یوې انجلۍ وړتیا یا صلاحیت نړۍ ته ښودلی وو.
ده وویل چې هر څوک د داسې صلاحیتونو د مخنیوي په هڅو غواړي چې د ده په وینا پښتانه په تیارو کې وساتل شي.
شمالي وزیرستان د خیبر پښتونخوا یو له هغو سیمو دی چې اوسېدونکو یې په وار وار د ناامنیو او هلته د وسلوالو د فعالیت پرضد احتجاجونه کړي دي.
د دې احتجاجونو پرمهال د پاکستان امنیتي او جاسوسي ادارې په دې تورنې شوې دي چې هلته یې د وسلوالو پر شتون او فعالیت سترګې پټې کړې دي او هلته د دوی په وینا وسلوال په نه یوازې په ازاده ګرځي بلکې خپلې واکمنۍ یې جوړې کړې دي.
خو د پاکستان حکومت او پوځ په وار وار داسې تورونه یې رد کړي او وايي چې دوی د وسلوالو پرضد هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی او د امن پر ځای ساتلو ته ژمن دي.