د لاسرسي ځای

تازه خبر

بنو او شمالي وزیرستان: بېلابېلو پېښو کې ۲ ولسي وګړي او ۲ مشکوک وسلوال وژل شوي دي


په بنو کې پولیس تر یو برید وروسته د پېښې په ځای کې ولاړ دي - انځور له ارشیفه.
په بنو کې پولیس تر یو برید وروسته د پېښې په ځای کې ولاړ دي - انځور له ارشیفه.

د خیبر پښتونخوا په بنو او شمالي وزیرستان کې د ناامنۍ په بېلابېلو پېښو کې د امن کمېټۍ د یو غړي په ګډون دوه ولسي وګړي او دوه مشکوک وسلوال وژل شوي دي.

د بنو پولیسو د مشال راډيو په ګډون رسنیو ته په استولي بیان کې ویلي دي چې د جنورۍ پر ۲۵مه وسلوالو د ډومېل له مهاجر کیمپ سره نېږدې ځايي امن کمېټۍ غړی حجت الله وواژه.

بیان وايي، په ډزو کې د نوموړي د تره زوی هم ژوبل شو.

په قبایلي سیمو او د خیبر پښتونخوا په یوشمېر نورو ضلعو کې چې څه باندې دوه لسیزې مخکې وسلوالې ډلې پیدا شوې او فعالیتونه یې پیل کړل نو د حکومت په ملاتړ امن کمېټۍ او امن لښکرې جوړې شوې چې په خپلو سیمو کې یې ګزمې او پهرې کولې. د دې په غبرګون کې به وسلوالو ډلو پر هغوی حملې کولې.

تر هغې وروسته د امنیتي وضعې له ښه کېدو سره امن کمېټۍ هم ختمې شوې، خو په تېرو څلورو کلونو کې د ناامنۍ د زیاتېدو له وجې په ځینو سیمو کې بیا فعاله شوې دي. له دې سره وسلوالو یو ځل بیا د امن لښکرو او کمېټیو پر غړو حملې پیل کړی دي.

د جنورۍ پر ۲۳مه په ډېره اسماعیل خان کې د واده پر مهال په یو ځانمرګي برید کې اووه تنه ووژل شول چې پکې د امن کمېټۍ یو غړی هم شامل وو.

د بنو پولیسو په بل بیان کې ویلي، د جنورۍ پر ۲۵مه شپې مهال وسلوالو د ډومېل په چشمه سیمه کې د تاڼېدار پر ګاډي د ګزمې پر مهال برید وکړ چې پولیسو یې پر وړاندې کاروايي وکړه او په ځوابي ډزو کې یې دوه مشکوک وسلوال ووژل.

بیان وايي، په حمله کې پولیسو ته زیان نه دی اوښتی.

د بنو پولیس داراز وايي، هم د اتوار (یکشنبې) پر ورځ وسلوالو د میریانو تاڼې په حدودو کې یو پل په چوونکو موادو الوځولی دی.

په همدې حال کې د شمالي وزیرستان پولیس وايي، په هغه ضلع کې یې د یو کس مړی موندلی دی.

پولیسو رسنیو ته په استولي بیان کې ویلي دي چې وسلوالو دوه ورځې مخکې له شوې تحصیل څخه درې کسان تښتولي ول چې ورڅخه یې د یو جسد د جنورۍ پر ۲۶مه سهار موندلی دی او د نورو برخلیک لا معلوم نه دی.

د بنو او د شمالي وزیرستان د تازه حملو ذمه واري لا چا نه ده منلې خو پولیس زیاتوي چې مقدمې یې دایرې کړې دي او پلټنې یې پیل کړې دي.

له تېرو څلورو کلونو راهیسې په خیبر پښتونخوا کې ناامني، وسلوال بریدونه او له امنیتي ځواکونو او پولیسو سره د وسلوالو نښتې خورا زیاتې شوې دي.

له دې سره په تېرو کلونو کې د صوبې په جنوبي ضلعو او قبايلي سيمو کې د وسلوالو پرضد پر ولسي وګړو او کورونو ډرون بريدونه او د هاوان مرميو (مارټر ګولیو) لسګونه بریدونه شوي چې پکې اکثر مرګژوبله اوړي.

د هغو سیمو اوسېدونکو په نښتو او د وسلوالو پر ضد په عملیاتو کې د ولسي وګړو د مرګژوبلې پر ضد څو ځلې مظاهرې کړې دي.

بل پلو حکومت او پوځ په بیا بیا ټینګار کړی دی چې په عملیاتو کې د ولسي وګړو د ځان او مال ساتنې ته ژمن دي.

په همدې حال کې د پاکستان حکومت او پوځ وايي، د "ترهګرۍ پرضد له مبارزې" نه په شا کېږي او د وسلوالو پر وړاندې هدفي عملیاتو ته دوام ورکوي.

پوځ او پولیس وخت په وخت په عملیاتو کې د مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوې کوي.

XS
SM
MD
LG