د لاسرسي ځای

تازه خبر

پولیسو په لکي مروتو کې د ۶ مشکوک وسلوالو وژلو ادعا کړې ده

لکي مروت د خیبر پښتونخوا یو له ناارامو سیمو ګڼل کېږي. (انځور: ارشیف)
لکي مروت د خیبر پښتونخوا یو له ناارامو سیمو ګڼل کېږي. (انځور: ارشیف)

د خیبر پښتونخوا د ترهګرۍ ضد پولیس ادعا کړې چې په لکي مروت کې یې د عملیاتو پر مهال شپږ مشکوک وسلوال وژلي دي.

یادې ادارې د مشال راډیو په ګډون ګڼو رسنیو ته په استولې خبرپاڼه کې ویلي چې پولیسو د مارچ پر ۱۳مه د لکی مروتو په شاګۍ سیمه کې دغه عملیات کړي او له وسلوالو یې وسلې او چاودېدونکي توکي هم لاس ته راوړي دی.

یادې ادارې ویلي چې وسلوالو هم مقاومت وکړ او د دواړو خواوو ترمینځ تر ۴۰ دقیقو د ډزو تبادله روانه وه.

د ترهګرۍ ضد پولیسو دا نه دي ویلي چې وژل شوي کسان د کومې وسلوالې ډلې غړي دي او نه هم کومې وسلوالې ډلې تر اوسه په دې اړه څه ویلي دي.

مشال راډیو په خپلواکه توګه د پولیسو د دې ادعا پخلی نه شي کولای.

بل پلو پولیس وايي، وسلوالو په لنډي کوتل کې د پښتو د وتلي شاعر امیر حمزه خان شینواري کلتوري ودانۍ ساتونکی پولیس په ډزو ویشتلی دی. په یادې ودانۍ کې د حمزه شینواري مزار هم دی.

د خیبر ضلعې د پولیسو مشر (ډي پي او) وقار احمد مشال راډیو ته وویل چې معاذ خان شینواری د مارچ پر ۱۳مه په کلتوري ودانۍ کې د خپلې دندې تر ختمېدو وروسته کور ته پر لاره وو چې په اشخېل سیمه کې پرې وسلوالو ډزې وکړې.

پولیس وايي، وسلوال له ډزو وروسته تښتېدلي او هغوی د پېښې پلټنه پیل کړې ده. تر اوسه چا د پېښې ذمه واري قبوله کړې نه ده.

د خیبر پښتونخوا په یو شمېر سیمو کې د بریدونو، چاودنو او هدفي وژنو په ګډون د ناامنۍ پېښې په پرلپسې توګه روانې دي.

تر دې یوه ورځ وړاندې په بنو، لکي مروت، باجوړ او کواټ کې په بمي چاودنې، وسلوالو حملو او ډرون برید کې د اووه پوليسو په ګډون نهه کسان وژل شوي او درې ژوبل شوي وو.

دا په داسې حال کې ده چې له تېرو څه باندې څلورو کلونو راهیسې د خیبر پښتونخوا په يوشمېر سيمو کې ناامني، وسلوال بریدونه او له امنیتي ځواکونو او پولیسو سره د وسلوالو نښتې خورا زیاتې شوې دي.

بل پلو حکومت او پوځ په بیا بیا ټینګار کړی دی چې په عملیاتو کې د ولسي وګړو د ځان او مال ساتنې ته ژمن دي.

په همدې حال کې د پاکستان حکومت او پوځ وايي، د "ترهګرۍ پرضد له مبارزې" نه په شا کېږي او د وسلوالو پر وړاندې هدفي عملیاتو ته دوام ورکوي.

XS
SM
MD
LG