فرهاد شینواری په خیبر کې د مشال راډیو خبریال دی او د هم هغې سیمې پر سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو موضوعاتو خبریالي کوي.
د طالبانو د حکومت چارواکو د فبرورۍ پر ۱۹ مه د تورخم دروازه تړلې وه چې تر هغې وروسته د پاکستان لوري ته ټول سرکاري دفترونه وتړل شول او دوه اړخيزه تجارت ودرېد. د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ خونې مشر ویلي چې تر ۶،۰۰۰ پورې په سامانونو بار ټرکونه د تورخم پولې دواړو خواو ته ولاړ ول.
د افغانستان لورې ته د طالبانو د حکومت چارواکو د فبرورۍ پر ۱۹ مه د تورخم دروازه تړلې وه او له هغه وروسته د پاکستان لورې ته هم ټول سرکاري دفترونه تړل شوي او دوه اړخيزه تجارت درېدلی دی.
د دې دروازې تړل کېدو له کبله له پيښوره تورخمه ته پر غځېدلې لاره افغانستان ته مالونه وړونکي په سلګونه ټرکونه ولاړ دي.
دا تر هغې وروسته ده چې طالبانو د فبرورۍ پر ۱۹مه تورخم دروازه د تګ راتګ لپاره وتړله.
د فبرورۍ ۱۸ مه د پښتو د غزل د بابا امیر حمزه خان شینواري ۲۹م تلین دی. حمزه شينواری د ۲۰مې ميلادۍ پېړۍ یو وتلی پښتون شاعر او ليکوال وو. نوموړي د غزلونو او نظمونو تر څنګ ناول،
د پاکستان په ليري پرتو سيمو کې ګڼې ښځې شناختي کارډونه نه لري چې له کبله يې په انتخاباتو کې د رايې ورکولو له حقه محرومې پاتې کېږي.
تر دې دمه امنيتي چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي خو یو انتظامي چارواکي د نوم پټ ساتلو په شرط د فبرورۍ په ۱۰مه مشال راډیو ته وویل، هغوی هڅه کوي د یوې جرګې له لارې د شلوبر قام او پوځ ترمنځ دا مسله هواره کړي
د شلوبر قامي کونسل مشر عبدالغني اپرېدي د فبروری پر اتمه له مشال راډيو سره په مرکه کې دعوه وکړه چې امنیتي ځواکونو تر هغې وروسته په تيرا کې د "خلکو ځورول پیل کړي" چې شاوخوا يوه اوونۍ وړاندې هلته "ځينې مشکوک وسلوال وليدل" شو چې ويډيو يې په ټولنيزو رسنيو هم خپره شوې وه.
د خیبر ضلعې د پولیسو یوه چارواکي چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل، د فبرورۍ پر پینځمه غرمه مهال امنیتي ځواکونو او پولیسو د جمرود پر تخته بېګ پوستې یوه ګاډي ته د درېدو اشاره وکړه خو هغه و نه درېد.
د خیبر پښتونخوا د ټاکنو کمېشن ویاند سهېل احمد د فبرورۍ پر څلورمه مشال راډیو ته وويل چې د دې کار مقصد د صوبايي اسمبلۍ انتخاباتو کې شفافيت يقيني کول دي.
د باړې تحصیل مرستیال کمېشنر شهاب الدین خان مشال ریډیو ته وویل چې د جنورۍ پر ۲۷مه د ماشوم جسد له کوهي راوویستل شو او کورنۍ ته یې وسپارل شو.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د پلانونو، پرمختیايي چارو او ځانګړو نوښتونو وزارت د جنورۍ پر درېیمه په یوه فرمان کې په قبایلي ضلعو کې د پرمختیايي چارو د پلانولو او ترسره کولو لپاره یوه کمېټي جوړه کړه چې پکې د خیبر پښتونخوا ګورنر هم شامل دی.
پولیسو د خیبر د جمرود پر تخته بېګ پوسته تر وسلوال او ځانمرګي برید وروسته پلټنې پیل کړې دي. د جنورۍ ۱۹مې په حمله کې دوه پولیس ووژل شول او د پوستې ودانۍ ته زیان واوښت. تحریک طالبان پاکستان د حملې ذمه واري منلې ده. ویډیويي رپورټ.
د جنورۍ پر ۲۰مه د جمرود په شاه کڅ کې د پولیسو په مرکز کې د منظور اپرېدي او یونس اپرېدي جنازې ته د خیبر د پولیسو او انتظامي مشرانو په ګډون یوشمېر چارواکو، ولسي استازو او مشرانو ګډون وکړ.
د اپرېدي کورنۍ وايي چې ماشوم د جنورۍ پر ۱۰مه هغه تنګ کوهي ته پرېوتی وو او د سیمې اوسېدونکو یې د ایستلو هڅې وکړې، خو بریالي نه شول.
د خيبر ضلعې د پوليسو مشر ويلي چې دا ټول څلور وسلوال ول چې لومړی يې پر امنيتي پوسته ډزې وکړې او لاسي بمونه یې وغورځول او بیا یې پرې ځانمرګی برید وکړ.
په پېښور حیات اباد کې د کوټې يو وګړی د چايو او پراټو يو مشهور ریسټورنټ لري. پر ریسټورنټ یې خوندونه نوم ايښی دی. هره ورځ ورته سلګونه خلک ورځي او خوندونه اخلي. دلته پينځه قسمه چای او لس قسمه پراټې پخيږي. د فرهاد شينواري په دې ويډيو کې یې نور حال وګورئ.
نور وښیئ