د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور کې مېشت افغانان د اختر لپاره پر تورخم د سفري اسانتياوو غوښتنه کوي


پر تورخم دروازه هره ورځ زرګونه کسان تګ راتګ کوي ـ پخوانی انځور.
پر تورخم دروازه هره ورځ زرګونه کسان تګ راتګ کوي ـ پخوانی انځور.

په پېښور کې مېشت افغانان غوښتنه کوي چې د اختر لپاره دې پر تورخم لاره د تګ راتګ لپاره سفري اسانتياوې ورته برابرې کړل شي.

۵۰کلن همایون خان د پېښور به تاج اباد کې د کډوالۍ ژوند تېروي خو دوه لوڼه يې په افغانستان کې واده دي، هغه وایي څلور کاله وشول چې دواړه یې نه دي لیدلي.

نوموړی زياتوي، "د پاسپورټ او ویزو د ستونزو له امله نه هغوی پېښور ته راتلی شي او نه زه کابل ته ورتلی شم، یوازې پر انټرنیټ ورسره خبرې کوم. که د اختر لپاره یوازې تر ۱۰ ورځو پورې پر تذکره او پي او ار کارډ د تګ راتګ اجازه راکړل شي نو له یو بل سره به ووینو."

د خیبر پښتونخوا د مرکز پېښور او د افغانستان د جلال اباد ښارونو ترمينځ خواوشا ۱۲۰ کیلومیټره واټن دی. پخوا د دواړو هېوادونو ډېری وګړیو ازاد تګ راتګ کاوه خو د ۲۰۱۶ز کال راهیسې د سفر لپاره د پاسپورټ او ویزې شرطونه لازمي شوي دي. دې کار ګڼ هغه خلک له ستونزو سره مخامخ کړي چې د ویزې او پاسپورټ جوړولو توان نه لري.

د پېښور په بورډ بازار کې د وچې میوې دوکاندار فیاض خان وایي، ''په دې پسرلي او وړوکي اختر کې دواړو خواوو ته په سلګونه ودونه تیار دي خو د ځينو کورنيو سړي دې خوا ته په انتظار دي او ناویانې یې هغې خوا ته په انتظار دي او د پاسپورټونو او ویزو د مشکل له امله یی ودونه له ځنډ سره مخامخ دي."

د پاکستان او افغانستان ترمينځ پر ډیورنډ کرښه پخوا د تګ راتګ لپاره ډېرې لارې وې خو پر کرښه د اغزن تار لګېدو وروسته د دواړو هیوادونو وګړي یوازې پر تورخم، چمن او پر یو څو نورو لارو په قانوني توګه تګ راتګ کولی شي او پاتې نورې ټولې لارې بندې شوي دي.

د پاکستان حکومت په ۲۰۱۷ز کال کې پر ډيورنډ کرښه د اغزن تار لګول پیل کړل. چارواکو ادعا درلوده چې دا کار د امنيت ښه کولو لپاره کوي.

یو بل افغان وګړی زین الله وایي چې کله پر تورخم نرمي وه نو په افغانستان کې به خپل کلي ته تلو، خو پر پوله د سفري اسانتیاو د کمېدو وروسته په پېښور کې بند پاتی دی، "له خپلوانو سره به مو لیده کاته کېدل، مېلو ته به سره تلو او بیا د کامې شیریخ خو به مو خامخا خوړل، خو اوس ترې محرومه یو. دلته په پاکستان کې پر پي او ار کارډ ژوند کوو، که افغانستان ته لاړ شو نو بیا مو له هغه ځایه پېښور ته څوک نه راپرېږدي او بند به پاتې شو."

بل خوا د تورخم انتظامي چارواکي وایي، د دواړو هېوادونو ترمينځ وګړو ته بې له سفري اسنادو د تګ راتګ اجازه د مرکزي حکومت په واک کې ده او چې له هغه ځایه ورته امر نه وي شوې، دوی په خپله خوښه سفري نرمي نه شي راوستلای.

د تورخم تحصیلدار غنچه ګل د اپرېل پر ۱۳مه مشال راډیو ته وویل، "له ۲۰۱۶ز راهیسې د پولې سنبالولو پالیسي عملي شوې او د پاکستان وفاقي حکومت په امر چا ته د پاسپورټ او ویزې پرته د تګ راتګ اجازه نه شو ورکولای او دا کار د امنیت په خاطر کوو چې پر دروازه د وسلوالو د تګ راتګ مخه ونیسو."

غنچه ګل زياته کړه، یوازې ناروغان د سفري اسنادو پرته پاکستان ته د درملنې لپاره د تلو اجازه لري.

XS
SM
MD
LG