د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا خیبر پښتونخوا کې د اقتصادي بیا رغاونې پروژه پیل کړې


د مارچ پر دویمه نېټه امریکایي سفیر ډانلډ بلوم په پېښور کې د وړوکاروباریانو جوړ شوي شیان ګوري.
د مارچ پر دویمه نېټه امریکایي سفیر ډانلډ بلوم په پېښور کې د وړوکاروباریانو جوړ شوي شیان ګوري.

د امریکا د نړیوال پرمختګ ادارې (یو اېس اې ای ډي) په خیبر پښتونخوا کې د "اقتصادي بیارغونې او پرمختیایي فعالیت" په نوم د مرستندویه چارو یوه پروژه پیل کړې ده چې پکې ځوانانو ته په بېلابېلو څانګو کې تخنیکي روزنه ورکول کېږي.

د پروژې مشر نوید یوسفزي د مارچ پر ۲۸مه راډیو ته ووېل چې چارې یې د خیبر پښتونخوا په ښاري او قبایلي ضلعو کې د اغېزمنو خلکو د بحالۍ لپاره پیل کړې ده.

دی وايي، "یوه مسلکي ډله ځوانان روزي" او بیا یې "انتخابوي. وروسته که هغه ځوان ته د روزنې ضرورت وي نو روزنه يې کېږي، او که د يو کاروبار لپاره يې غوښتنه کړې وي نو د هغه لپاره ضروري سامان ورکول کېږي.''

د یو اېس اې ای ډي پروژه د پینځو کلونو لپاره ده چې شاوخوا ۲۴ مېليونه ډالر ورته بېل شوي دي.

په پروژه کې د خیبر پښتونخوا ځوانانو ته د کرنې، مالدارۍ، معدنیاتو، معلوماتي ټېکنالوژۍ او د لاسي صنايعو په څانګو کې د زده کړو او روزګار پيلولو موقعې ورکول کېږي.

د خیبر ضلعې مدني فعال جاوېد خان اپرېدی وایي، که دا ډول پروژې په سمه توګه عملي شي نو د قبایلو ځوانانو ته به ترې ډېره ګټه ورسېږي.

دی وايي، تر دې مخکې هم یوشمېر ناحکومتي ادارو 'دا ډول کارونه کړي. ځوانانو ته یې د موبایل مرمتولو روزنې ورکړي دي چې ډېره ګټه یې رسولې ده."

تر دې مخکې په پاکستان کې د امریکا سفیر ډانلډ بلوم په پېښور کې د مارچ پر دویمه نېټه په خیبر پښتونخوا کې د ولسي وګړو د کاروبارونو د پرمختیا او ورسره د مرستندویه چارو یوه پروژه پیل کړې وه او وېلي یې ول چې له پروژې څخه به د خیبر پښتونخوا تر ۶۲،۰۰۰ پورې کورنۍ ګټه واخلي.

هغه وویل، له دې لارې له کروندګرو سره مرسته کوي چې خپل فصلونه او نور پیداوار بازار ته ورسوي.

د امریکا سفیر زیاته کړې وه چې د پروژې یوه برخه له وړو کاروبار لرونکو سره مرستو ته ځانګړې شوې ده.

XS
SM
MD
LG