د لاسرسي ځای

تازه خبر

سوداګر وايي چې د تورخم دروازې خلاصېدو وروسته له يوې نوې ستونزې سره مخ شوي


د تورخم دروازې خلاصېدو سربېره هم سوداګر له ستونزو سره مخامخ دي. پخوانی انځور
د تورخم دروازې خلاصېدو سربېره هم سوداګر له ستونزو سره مخامخ دي. پخوانی انځور

د خیبر ضلعې سوداګر وايي، له افغانستان سره د تورخم دروازه خلاصه شوې ده، خو دوی له يوې نوې ستونزې سره مخامخ شوي دي.

په تورخم کې د سوداګرو د اتحادیې مشر مجیب شینواري د فبرورۍ پر ۲۶مه مشال راډیو ته وویل چې د سکېنر د خرابۍ له کبله اوس هم په مالونو بار ټرکونه په لارو کې ولاړ دي.

د تورخم دروازه د فبرورۍ پر ۱۹مه نېټه طالبانو د افغانستان لورې ته تړلې وه چې له پاکستاني چارواکيو سره تر خبرو اترو وروسته يې د فبرورۍ پر ۲۳مه نېته خلاصه کړې وه، خو د پاکستان د فبرورۍ پر ۲۵مه دغه لاره پرانيستې وه. طالبانو دريځ درلود چې د پاکستان چارواکي د سفري اسنادو د اسانتياوو په اړه کړې ژمنې نه پوره کوي.

د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ خونې مشر ضياالحق سرحدي رويټرز خبري اژانس ته فبرورۍ پر ۲۵مه ویلي ول چې لارې تړل کېدو د ورځې راهیسې تر ۶،۰۰۰ پورې په سامانونو بار ټرکونه د تورخم پولې دواړو خواو ته ولاړ ول.

مجيب شنواری وايي چې لومړۍ پینځه ورځې دروړازه تړلې وه خو چې خلاصه شوه نو اوس د سکېنر د خرابېدو له وجې ټرانسپورټران له مالي تاوان سره مخامخ دي.

هغه زیاته کړه:"موږ له مالي تاوان او ذهني فشار سره مخامخ يو ځکه چې په لاريو کې تازه سبزي او ميوې خرابې شوې دي."

په تورخم کې د کسټم (ګمرک) یوه چارواکي صدیق اکبر په دې اړه مشال راډیو ته وویل چې د سکېنر خرابۍ له کبله یې افغانستان ته تلونکي او راتلونکي ټول ټرکونه یوه سکېنر ته کړي دي چې ورسره د ټرکونو په کتلو کې ځنډ راغلی دی.

هغه وويل:"د دروازې تر خلاصېدو وروسته ځينې ټرکونه په سکېنر ورختلي وو چې له کبله يې هغه خراب شو او موږ لاریانې اوس بل سکېنر ته اړولې چې له کبله يې پر دې سکېنر رش زیات شوی دی."

نوموړي زیاته کړه، هڅه کوي چې خراب سکېنر ورغوي چې ورسره به وتوانېږي چې د ورځې ۱،۲۰۰ لارۍ افغانستان ته واوړي.

د پېښور دوکانداران: پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې کاروبار خراب شوی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:37 0:00

د ګمرک چارواکي وايي چې د فبرورۍ پر ۲۵مه او ۲۶مه نېټه پر دې لاره تر ۹۰۰ زیاتې لارۍ افغانستان ته او تر ۴۰۰ زیاتې پاکستان ته ورغلې دي.

په ۲۰۲۱ز کال کې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو ورسته د اسلام اباد او طالبانو حکومت اړيکې نسبتاً ښه شوې دي، خو د دواړو غاړو ترمینځ پر ډېورنډ کرښه وخت نا وخته نښتې کېږي چې له کبله يې د تورخم، چمن او خرلڅیو پر لارو تګ راتګ اغېزمن شوی دی او په وروستیو کې خو د چمن او خرلڅیو لاره تر یوشمېر ورځو پورې تړلې وه.

دواړو غاړو په وار وار د دې ستونزو پر حل خبرې هم کړې دي. د پاکستان د بهرنيو چارو مملکتي یا ریاستي وزیرې حنا رباني کر د ۲۰۲۲ز کال د نومبر پر ۲۹مه افغانستان ته يو ورځنۍ سفر کړی وو چې پکې يې له طالب مشرانو سره د نورو مسلو ترڅنګ پر لارو د تګ راتګ ستونزو هم څېړلې وه.

د دې ترڅنګ د افغانستان او پاکستان ټيټ رتبه چارواکو هم وخت نا وخته پر ورپېښو ستونزو خبرې کړې دي. د ۲۰۲۲ز کال د ډېسېمبر پر ۲۴مه هم د پاکستان چارواکو پر تورخم د سوداګرۍ اسانولو او زیاتولو لپاره یې د طالب چارواکو سره خبرې کړې وې.

د تورخم کسټم ډپټي کليکټر یاور حیات د ډیسمبر پر ۲۴مه مشال راډیو ته ويلي ول چې دواړو خواوې پر دې سلا شوي چې د ګاډو او مالونو د څار عمل به تېزوي او ټرافیکي ستونزې به هواروي.

XS
SM
MD
LG