د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خیبر کې خلکو د بجلي نشتوالي پرضد پرلت وهلی


د خیبر په جمرود، باړه او لنډي کوتل کې له تېرو دریو ورځو راهسې د بجلۍ د نشتوالي پرضد مظاهرې روانې دي.
د خیبر په جمرود، باړه او لنډي کوتل کې له تېرو دریو ورځو راهسې د بجلۍ د نشتوالي پرضد مظاهرې روانې دي.

د خیبر پښتونخوا په قبایلي ضلعه خيبر کې د بجلي نشتوالي پرضد له تېرو دریو ورځو راهسې مظاهرې روانې دي.

د خیبر په جمرود، باړه او لنډي کوتل کې له تېرو دریو ورځو راهسې د بجلۍ د نشتوالي پرضد مظاهرې روانې دي.

احتجاج کوونکي وايي بې بجلۍ یې ژوند ډېر سخت دی او غوښتنه کوي چې حکومت دې دوی ته په ورځ کې لږ تر لږه شپږ ساعته بجلي ورکړي.

د جمرود کوکي خېل پرلت مشر ملک نصیراحمد وایي د غوښتنو تر منل کېدو به یې پرلت دوام ولري.

ده مشال راډیو ته وویل، "څلور ساعته ورسره نه منو، د لوظنامې مطابق دې د ورځې شپږ ساعته بجلي راکوي، که یې نه راکوي نو پرلت به روان او سرکونه به تړلي وي."

مظاهره چیانو د خیبر درې لار په چاروازګۍ کې تړلې خو د افغانستان او پاکستان ترمنځ تلونکو مساپرو ته یې لار پریښي ده.

پرلت والو د ویلي چې د غوښتنو تر منل کېدو به یې احتجاج روان وي
پرلت والو د ویلي چې د غوښتنو تر منل کېدو به یې احتجاج روان وي

خو قبایلي ضلعو ته د بجلۍ ورکولو اداره ټیسکو وایي، تر هغه وخته د خیبر خلکو ته بجلي نشي ورکولای چې مرکزي حکومت ورته بودیجه نه وي ورکړې.

د یادې ادارې ویاند سراج خان د مارچ پر دریمه مشال راډیو ته وویل، مخکې حکومت د بجلۍ په بدل کې پیسې ورکړې وې، هغه ختمې شوې دي.

ده وویل چې اوس خلکو ته وړیا بجلي نشي ورکولای او دا کار به هغه وخت کوي چې د ده په وینا، حکومت نورې پیسې ورکړي.

ده وویل، "د قبایلي ضلعو د بجلۍ کلني بلونه شاوخوا ۲۲ اربه روپیو ته رسېږي، وفاقي حکومت د ۲۰۲۲ز کال لپاره رعایت ورکړی وو خو هغه پیسې زر ختمې شوې، ځکه چې د بجلۍ نرخونه لوړ شوي دي."

د خیبر د خلکو او ټیسکو ترمنځ د بجلۍ نیشتوالي پر سره لانجې له تېرو څو ورځو راهسې روانې دي.

د مارچ پر دویمه هم خلکو مظاهرې کړې وې او په خیبر کې د بجلۍ ګرېډ سټییشن ته تر ننوتو وروسته یې د بجلۍ رسد بحال کړی وو.

سراج خان له خلکو غوښتنه وکړه چې په سیمه کې د بجلۍ تارونو، ستنو او نورو شیانو ته دې زیانونه نه اړوي ځکه چې دا د خلکو خپله شتمني ده او د خلکو د ګټې لپاره دي.

د خیبر ضلعي انتظامیې، قومي مشرانو او د ټيسکو چارواکو ترمنځ تېره اونۍ د ستونزې د هوارۍ په موخه بیا بیا غونډې شوې دي خو لا یې هم څه نتیجه نه ده ورکړې.

XS
SM
MD
LG