د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خیبر کې د بجلۍ تر بحالۍ وروسته پرلتونه پای ته رسېدلي دي


د خیبر په درې تحصیلونو کې احتجاجي پرلتونه د مارچ پر لومړۍ نېټه پیل شول او احتجاجیانو لویې لارې وتړلې - د مارچ درېیمې انځور.
د خیبر په درې تحصیلونو کې احتجاجي پرلتونه د مارچ پر لومړۍ نېټه پیل شول او احتجاجیانو لویې لارې وتړلې - د مارچ درېیمې انځور.

د خیبر پښتونخوا په قبایلي ضلع خیبر کې ځايي خلکو له حکومتي چارواکو سره تر خبرو اترو او د بجلۍ تر بحالۍ وروسته احتجاجونه پای ته رسولي دي.

د لواړګي انتظامي مشر ارشاد مومند د مارچ پر څلورمه ناوخته په یو لیکلي پېغام کې مشال راډیو ته وویل چې د ځايي‌ ولس او قبایلي ضلعو ته د برېښنا ورکوونکې ادارې (ټیسکو) ترمینځ "خبرې اترې بریالۍ شوې" دي.

ده وویل چې اوس به ټيسکو د خیبر ضلعې مرکز لواړګي، جمرود او باړې تحصیلونو ته د ورځې لږترلږه شپږ ساعته بجلي ورکوي.

ده زیاته کړه چې د بجلۍ نشتوالي پرضد په هغو درو تحصیلونو کې پرلتونه اوس ختم شوي دي او د خیبر درې لاره هم د هر ډول تګ راتګ لپاره خلاصه شوې ده.

خيبر پښتونخوا کې سلګونه کارخانې تړل شوې دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:15 0:00

په لواړګي چروازګۍ کې د پرلت مشر شاه حسین شینواري د مارچ پر څلورمه شپې مهال د احتجاجونو پای ته رسولو اعلان وکړ.

ده وویل چې د خیبر له انتظامي چارواکو او ټيسکو افسرانو سره یې موافقه لاسلیک کړې ده او په هر ګرېډ سټېشن کې به د دوی د کمېټۍ دوه، دوه غړي ناست وي او د واپډا کارکوونکي به هره ورځ په مرحله واره توګه پر هر فیډر شپږ ساعته بجلي بحاله ساتي. "که پر دې لوظنامه عمل وه نه شو نو یو ځل بیا احتجاج پیلوو او ګرېډ سټېشن به بندوو."

په باړه کې هم د بلدیاتي حکومت تحصیل چېرمین مفتي محمد کفیل اپرېدي د احتجاجي پرلت ختمولو اعلان وکړ. "د لنډي کوتل او جمرود په څېر به د باړې بجلي هم بحال وي، زموږ مذاکرات کامیاب شوي او پر شپږو ساعتو باندې راسره راضي شول."

په خیبر کې پرلتونه د مارچ پر لومړۍ نېټه هغه مهال پیل شوه چې کله قبایلي ضلعو ته د بجلۍ ورکولو کمپنۍ ورته د ورځې یوازې د دوو ساعتونو لپاره د بجلۍ ورکولو اعلامیه خپره کړه.

خو ټیسکو ویلي ول چې تر هغه وخته د خیبر خلکو ته برېښنا نه شي ورکولای چې وفاقي حکومت ورته بودیجه نه وي ورکړې.

د هغې ادارې ویاند سراج خان د مارچ پر درېیمه مشال راډیو ته وویل، مخکې حکومت د بجلۍ په بدل کې پیسې ورکړې وې، هغه ختمې شوې دي.

ده وویل چې اوس خلکو ته وړیا بجلي نه شي ورکولای او دا کار به هغه وخت کوي چې د ده په وینا، حکومت نورې پیسې ورکړي. "د قبایلي ضلعو د بجلۍ کلني بېلونه شاوخوا ۲۲ اربه روپیو ته رسېږي. وفاقي حکومت د ۲۰۲۲ز کال لپاره رعایت ورکړی وو خو هغه پیسې ژر ختمې شوې، ځکه چې د بجلۍ نرخونه لوړ شوي دي."

په پاکستان کې او په ځانګړې توګه، په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې ولس اکثر د بجلۍ کمښت پرضد احتجاجونه کوي چې په ګرمي کې لا زیات شي. په پاکستان کې د اقتصادي بحران ترڅنګ د انرژی کمی دی چې له کبله یې کاروبارونه اغېزمن شوي دي.

XS
SM
MD
LG